مهم خبرونه په متن او انځور کې
طالبانو د نيکلسن څرګندونې رد کړې، د افغانستان د وضعیت په هکله د آلمان د بهرنیو چارو وزارت رپوټ، ناصرالمک د پاکستان سرپرست صدراعظم شو...
د افغانستان د وضعیت په هکله د آلمان د بهرنیو چارو وزارت رپوټ
د افغانستان د وضعیت په هکله د آلمان د بهرنیو چارو وزات یوه ارزونه چې له ډیر وخت راهیسې ورته تمه کیده، چمتو شوې ده. په برلین کې د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې وویل چې دغه رپوټ د آلمان د کډوالو او مهاجرو د چارو فدرالي ادارې (بامف) او اداري محکمو ته استول کیږي، خو په خبره یې د سرچینو د خوندیتوب د علت په وجه نه خپریږي. په اصل کې دغه رپوټ باید د تیر میلادي کال په دوبي کې وړاندي شوی وای.
طالبانو د نيکلسن څرګندونې رد کړې
وسله والو طالبانو ویلي دي چې په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو هغه خبر ردوي چې د پردې تر شا د طالبانو او افغان حکومت تر منځ رابطې او خبرې اترې شوي دي. د طالبانو ویاند په دې هکله په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکایي قوماندان جنرال جان نيکلسن خبري «بې اساسه ادعا» بللې ده. جنرال نيکلسن د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د طالبانو منځپوړي او جګپوړي چارواکي له افغان چارواکو سره په خبرو بوخت دي.
ناصرالمک د پاکستان سرپرست صدراعظم شو
د پاکستان پخواني قاضي القضات ناصر الملک د پاکستان سرپرست صدراعظم شو. هغه به د راتلونکو ټاکنو تر ترسره کیدو پورې دغه دنده پر غاړه ولري. دا د پاکستان په تاریخ کې دریم وار دی چې پارلمان خپله ټاکلې پنځه کلنه نیټه پوره کوي. په پاکستان کې راتلونکي پارلماني ټاکنې د جولای میاشتي پر ۲۵مه نیټه کیږي. د ناصر الملک د دندې د لوړې په مراسمو کې سیاسي مشرانو او پوځي چارواکو ګډون کړی وو.
آلمان او اتریش په ګډه د پولو کنترول سختوي
د اتریش او آلمان چارواکي د ګډ کنترول له لارې د جرایمو او غیر قانوني کډوالۍ پر وړاندې سخت عمل کوي. سر له جمعې څخه د اتریش او آلمان فدرالي پولیس او همداشان د بایرن آیالتي پولیس غواړي د لومړي ځل له پاره په سرحدي سیمې کې کنترول پيل کړي. د مونشن د فدرالي پولیسو د ادارې ویاند پر دې سربیره د اورګادو د سختې تالاشۍ اعلان هم کړی دی.
د آلمان د مالیې وزیر د امریکا له لوري د ګمرکي تعرفي لوړول ناسم بللي
د آلمان د مالیي وزیر اولاف شولڅ له خپل امریکایي سیال ستیون منوچن سره په خبرو کې ویلي دي چې د امريکا متحدو ایالاتو له لوري د اروپایي اتحادیې پر وړاندې نوي ګمرکي تعرفې د منلو وړ نه دي. دغه خبري د المان یوه حکومتي استازي کړي دي چې په کاناډا کې یې د جي اوه، هیوادونو د مالیې د وزیرانو د غونډې په څنډه کې په دغو خبرو کې برخه درلوده.
په لیبیا کې د مهاجرو ناخواله وضعیت
د ملګرو ملتونو په وینا په لیبیا کې انساني قاچاق وړونکو مهاجر وژلي دي. د مهاجرو د چارو عالي کمیشنرۍ، یا یو ان اچ سي آر ویاندې په ژنیف کې د جمعې په ورځ وویل چې جنایي قاچاقچیانو تر دولس زیات کسان وژلي او نور ډیر یې ټپیان کړي دي. ویل شوي دي چې دغه پيښه د تیرې اوونې په نیمایي کې د بن ولید په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.