مهم خبرونه په متن او انځور کې
د اوکراين ولسمشر له ژورناليست سره وليدل، د ريال مادريد فوټبال کلپ روزونکي استعفا وکړه، د امريکا او شمالي کوريا د مشرانو ملاقات ښايي وسي...
د اوکراین ولسمشر له روسي ژورنالیست څخه مننه وکړه
د اوکراین ولسمشر له روسي ژورنالیست ارکادي بابچینکو سره وليدل. مخکي تر دې اعلان شوی وو چي دغه ژورناليست وژل شوی دی. پوروشینکو د کرملین د دغه سرسخت انتقاد کوونکي سره په کیف کې د لیدنې په وخت کې مننه وکړه چې د اوکراین له امنیتي ادارو سره په گډه يي د دې هیواد د بې ثباتې مخه ونیوله. د اوکراین د استخباراتي ادارې د وینا له مخې د نوموړی ژرونالیست وژنه صحنه سازي شوې وه، څو پر هغه باندې حمله شنډه کړای شي.
په هلمند کې د طالبانو له بنده ۱۰۲ کسان آزاد شوي
افغان ځانګړو ځواکونو په هلمند کې ۱۰۲ کسان د طالبانو له بنده آزاد کړي دي. د ځانګړو ځواکونو ویاند جاوید سلیم ویلي دي چې په آزادو شوو کسانو کې پولیس او همداشان ښځې او ماشومان شته. زیاته شوې ده چې دغه نیول شوي کسان د کجکي ولسوالۍ په دوو کلیو کې ساتل کیدل. طالبانو پر هغوی باندې پر نورو سربیره «له حکومت سره د همکارۍ یا د جاسوسۍ» تور پورې کاوه.
بشارالاسد کردي ځواکونه په بریدونو وګواښل
د سوریې ولسمشر بشارالاسد په دغه هیواد کې د امریکا متحدو ایالاتو له ملاتړه برخمن کردي ځواکونه په بریدونو ګواښلي دي. هغه له رشیا ټو ډی، روسي تلویزون سره په خبرو کې ویلي دي چې د سوریې له دیموکراتیک ځواک، سره مذاکراتو ته ترجیح ورکوي. د هغه په خبره که چیرې دا امکان و نه لري، نو د دغو ځواکونو تر کنترول لاندې سیمه به د زور په واسطه آزادې کړی شي.
د شمالي کوریا او امریکايي چارواکو خبري ښې پر مخ ځي
د امریکا متحدو ایالاتو حکومت د خپلو معلوماتو له مخې د ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوریا د واکمن کیم جونګ اون تر منځ د سرمشریزي اټکل کيږي. د ترمپ ویاندې سارا سندرز، ویلي دي چې د دواړو لورو د استازو تر منځ خبرې اترې په ښه ډول پر مخ رواندي دي. زیاته شوې ده چې احتمالا بیا هم د جون ۱۲ نیټه په نظر کې ده.
په ډنمارک کې په عامه ځایونو کې پر چادري او نقاب بندیز ولګید
ډنمارک له اګست میاشتې راهیسې په عامه ځایونو کې پر چادري او نقاب باندې بندیز ولګاوه. په کوپنهاګن کې پارلمان په دې هکله د یوه قانون په پلویتوب رای ورکړه. د نوي قانون له مخې که څوک له دې څخه سرغړونه وکړي نو نغدي جریمه کیږي. فرانسه لومړنی اروپایي هیواد وو چې په ۲۰۱۱م کال کې یې پر چادري او نقاب بندیز ولګاوه. نورو هیوادونو لکه بیلجیم او اتریش هم دا کار کړی دی.
زین الدین زیدان استعفا وکړه
د ريال مادريد فوټبال کلب روزونکي زین الدین زیدان، په ناڅاپي توګه خپله استعفا اعلان کړه. ریال مادرید سږ کال د چمپینز لیګ اتلولي وګټله. د زیدان د استعفا خبر نوموړي هسپانوي کلب ورکړی دی. زیدان د هسپانيا په پلازمینه کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې لوبډله یوه بدلون ته اړتیا لري، څو همداسې بریالۍ پاته شي. زیدان په ۲۰۱۶م کال کې د ریال مادرید د رزونکي په توګه دنده پیل کړه.