مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
بریتانیا ښايي افغانستان ته نور ځواکونه واستوي
یوه رپوټ له مخې ښایي بریتانیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر لوړي کړي. ټایمز، ورځپاڼې د رپوټ له مخې داسې باور کیږي چې د دفاع وزیر ګوین ویلیمسن له صدراعظمې تیراسا مې څخه د طالبانو پر ضد جګړه کې د مرستې له پاره د نورو ۴۰۰ سرتیرو د استولو غوښتنه کړې. لا تر مخه په افغانستان کې ۶۰۰ بریتانوي عسکر د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه بوخت دي.
د افغان مهاجرو د یوې بلې ډلې اخراج پلان شوی دی
په افغانستان کې پر خراب امنیتي وضعیت سربیره د راتلونکې سه شنبې په ورځ یوه بله ډله افغانان له آلمان څخه اخراجیږي. دغه خبر د جمعې په ورځ په المان کې د مهاجرو فعالانو او په افغانستان کې حکومتي سرچینو تائید کړی دی. د آلمان خبري آژانس د بایرن د مهاجرو شورا د یوې غړې له قوله ویلي دي چې الوتکه د سه شنبې په ورځ د فرانکفورت له هوایي ډګره د ماښام پر اوو بجو کابل ته پراوز کوي.
مصر له غزې تراډي سره پوله د یوې میاشتې له پاره پرانيستله
مصر غواړي چې له غزې تراړې سره سرحدي لار د روژې میاشتې په اوږدو کې پرانیستې وي. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ويلي دي چې ده دغه پریکړه کړې څو په غزې تراړه کې زموږ د ورونو بار راکم شي. له کلونو راهیسې د فلسطیني سیمو کلابندۍ کې د دومره وخت له پاره نرمي راوستل شوې ده. له ۲۰۰۸م کال راهیسې اسرائیل او مصر دغه ساحلي غاړه تړلې ده او دلیل یي امنیتي ګټې عنوانیږي.
میرکل سوچي ته په سفر تللي
د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ملاقات له پاره سوچې ته تللې ده. ویل شوي دي چې تورې بحیرې ته د دغه یوه ورځني کاري سفر مهم موضوعات د سوریې جګړه، د ختیځ اوکریان کړکیچ او د متحدو ایالاتو د ولسمشر ترمپ له لوري د ایران له اتومي تړونه وتل دي. خو آلمان او روسیه غواړي چې دغه تړون ته ژمن پاته شي. تر دې دمخه پوتین د پنجشنبې په ورځ د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته هرکلی ووایه.
«په فرانسه کې د یوه برید مخه نیول شوې ده»
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژیرار کولومب ویلي دي چې په دغه هیواد کې د دوو ورونو په نیول کیدو سره د یوه برید مخه نیوله شوې ده. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر له یوه ځایي تلویزون سره په خبرو کې ویلي دي چې دغو ځوانو هلکانو چې په خټه مصریان دي د چاودیدونکو موادو او یا هم د رایسین زهرو په واسطه برید چمتو کړی وو. په فرانسه کې له ۲۰۱۵م کال راهیسې د تندلارو اسلامپالو په بریدونو کې تر۲۴۰ زیات کسان وژل شوي.
د مالیزیا د پخواني لومړي وزیر اړونده کورونو باندې چاپې وهل شوي
د مالیزیا پولیسو د دغه هیواد د پخواني لومړي وزیر نجیب رزاق اړونده کورونو څخه ګران بیه ګاڼې او نور اسعار نیولي دي. دغه چاپې په یوه دولتي بانک کې د فساد د تورنو د تحقیقاتو برخه ده. ځایي رسنیو د جمعې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې پولیسو په سلونو داسې کڅوړې نیولي دي چې ډيري یې له نغدو پیسو او ګران بیه ګاڼو ډکې وي.