مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
صالح عبدالسلام د بلجیم پر پولیسو د ډزو په تور په شل کاله بند محکوم شوی
صالح عبدالسلام چې د پاريس په بریدونو کې په لاس درلودلو تورن دی، پر پولیسو د ډزو کولو په جرم په شل کاله بند محکوم شوی دی. د بلجیم یوې محکمې دغه مراکشي الاصله فرانسوی د ترهګریزې مفکوري له مخې د عمدي قتل ارادې په جرم محکوم کړی دی. دا لومړی ځل دی چې یوې محکمې د هغه یوه ۲۸ کلن تورن کس په هکله پریکړه وکړه چې په ۲۰۱۵م کال په پاریس کې په برید کې په لاس درلودولو تورن دی.
په یمن کې پر واده بمبارۍ ۲۰ کسان وژلي دي
په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف په هوایې بمبارۍ کې لږ تر لږه شل تنه ملکیان وژل شوي دي. د خبري سرچینو په حواله تیره شپه ناوخته د دغو عملیاتو په ترڅ کې د واده مراسم په نښه شوي دي. یوه سیمه ایز ډاکټر رویټرز خبري آژانس ته په دې پيښه کې د ۴۰ تنو د وژل کیدو او ۴۶ تنو د ټپي کیدو خبره کړې. په دوی کې دیرش ته ماشومان هم شامل دي. دغه پوځي ائتلاف د دې پيښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی دی.
چين له هند سره د خپلو اړيکو په هکله پاکستان ته ډاډ ورکړ
چین د دوشنبې په ورځ پاکستان ته ډاډ ورکړ چې د دواړو هیوادونو اړیکې به د پخوا په څیر دوام پیدا کړي او هیڅکله به خرابې نه شي. دا څرګندونې د هند له لومړي وزیر نریندر مودي سره د چين د ولسمشر شي جین پینګ تر ملاقات مخکې مطرح کړي دي، چې د اسلام آباد حکومت د اندیښنې سبب ګرځیدلی. ټاکل شوې ده چې دغه لیدنه کتنه به په روانه اونۍ کې ترسره شي.
۳۲چینایې سیلانیان په شمالي کوریا کې په یوه ترافیکي پيښه کې وژل شوي
په شمالي کوریا کې په یوه خونړۍ ترافيکي پيښه کې د دغه هیواد د ۴ اتباعو په ګډون ۳۲ چينایې سیلانیان وژل شوي دي. په پيګنګ کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دې پيښه کې دوه تنه چینایې سیلانیان ډیر سخت ټپیان شوي دي. دا پيښه تیره شپه د شمالي کوریا په هوانګهای ولایت کې رامنځته شوې ده. د سیلانیانو د دغه بس د چپه کیدو دلیل تر اوسه پورې روښانه نه دی.
په دوو بیلابیلو پيښو کې ۱۴ تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي
په بادغیس کې د امنیه قوماندان مرستیال غلام سرور حیدري وویل چې د دوشنبې په ورځ د شپې په وروستيو شېبو کې ډیرو طالب جنګیالیو د دغه ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د پوځ پر یوه واحد برید وکړ او نهه تنه سرتیرې یې ووژل. په عین وخت کې د دې ډلې یو شمیر نورو کسانو په قادس ولسوالۍ کې پر پولیسو د برید په نتیجه کې ۵ تنه پوليس وژلي دي. د بادغيس چارواکو د طالب یاغیانو د بریدونو د ډیریدو له امله اندیښنه ښودلې.