مهم خبرونه په متن او انځور کې
اروپايي اتحاديې د تجارت نړيوال سازمان ته د امريکايي ګمرکاتو شکايت کړی
اروپايي اتحاديې د المونيم او فولادو په وړاندي د ګمرکاتو د جګولو له کبله د امريکا له متحده ايالاتو څخه د جبران خساره غوښتنه کړې ده. يادي اتحاديې په دې مقصد د تجارت نړيوال سازمان ته يو شکايت ليک لېږلی دی. متحده ايالاتو د مارچ مياشتي راهيسي د خپل کورني بازار د تقويه کولو په استدلال پر بهرني فولادو ۲۵ فيصده او پر المونيم ۱۰ فيصده ګمرکات جګ کړي دي.
ميانمار تقريپا ۸۰۰۰ بنديان معاف او آزاد کړل
د ميانمار هيواد د معافۍ د يو ځانګړي امر په ترڅ کي تر ۸۰۰۰ څخه زيات زندانيان معاف او آزادوي. نوي ولسمشر وين مينت دغه لويه معافي د سه شنبې په ورځ د دغه هيواد د نوي کال په ترڅ کي اعلان کړه. د مرستندويه ټولنو د معلوماتو له مخي په عفوه سوو کسانو کي ۳۶ سياسي بنديان هم شامل دي. زياتره معاف سوي بنديان هغه کسان بلل سوي چي د مخدره توکو سره د تړلو قضيو پر بنياد زنداني سوي ول.
ماکرون په اروپايي اتحاديه کي د چټکو اصلاحاتو غوښتونکی دی
د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون له اروپايي اتحاديې غوښتي دي چي په حقيقي توګه و ډيموکراسۍ ته ژمنتيا څرګنده کړي. نوموړي د اروپايي اتحاديې و پارلمان ته د وينا پر وخت په شتراسبورګ کي په ټينګه د دې غوښتنه وکړه چي د مشترک پول واحد، د چاپ د حقونو او پر انټرنټي شرکتونو د ماليو لګولو په ترڅ کي بايد په ۲۰۱۹ کال د ټاکنو څخه تر مخه لا پرمختګونه وسي.
مجرم اروپايي وګړي هم له اخراج څخه مسؤنيت لري
د اروپايي محکمې په يوه فيصله کي راغلي چي اروپايي وګړي چي مجرمان سوي وي، نه کېدلای سي چي بېله نورو دلايلو و خپلو اصلي هيوادونو ته اخراج کړل سي. د لکسمبورګ د قاضي په فکر د اخراج ممانعت هغه وخت لا قوي کيږي، که اړونده کس په يو بل اروپايي هيواد کي زيات وخت تېر کړی او هلته يې ځان مدغم کړی وي.
مېرکل ښايي د پوتين سره ملاقات وړکړي
د آلمان صدراعظمه انګېلا مېرکل ښايي د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره ملاقات وکړي. مېرکل ويلي چي څوک بايد هڅې جاري وساتي چي د ماسکو سره په ارتباط کي پاته سي. ويل سوي چي د دواړو مشرانو تر منځ د ملاقات له پاره لا نېټه نه ده ټاکل سوې. د دې څخه تر مخه مېرکل او پوتين تليفوني خبري سره کړي وې. مېرکل وويل چي د دغو خبرو اترو په موضوعاتو کي سوريه او د نارډ سټريم دوه په نوم لانجمنه نل ليکه شامله وه.