مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
داعش په پاکستان کې پر عیسویانو د برید مسئولیت منلی
د پاکستان په کوټه ښار کې پر دوو تنو عیسویانو تر خونړي برید وروسته چارواکو پر عیسویانو باندې غږ کړی دی چې له احتیاط څخه کار واخلي. په کوټه کې د «بیتل میموریل» کلیسا کشيش ویلي دي چې د دې ټولنې له غړو غوښتل شوي دي چې په خپلو کورنو کې دې پاتې شي. د یکشنبې په ورځ وسله والو کسانو د دغې مذهبي لږکۍ دوه تنه په ډزو ووژل او دری تنه نور یې ټپیان کړل. داعش د دې برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
د ترمپ په حکومت کې د استعفاګانو د لړۍ دوام
په امریکا متحده ایالاتو کې د ولسمشر ترمپ په حکومت کې د استتعفاګانو لړۍ نه ختمیږي. جان لرنر د مرستیال ولسمشر مایک پنس د بهرني سیاست د مشاور په توګه تر ټاکل کیدو یوازې دوه ورځې وروسته له خپلې دندې لاس په سر شو. د امریکا د یوه حکومتي چارواکي په خبره لرنر وروسته له هغې د ترمپ له مخالفت سره مخامخ شو چې ولسمشر ته په ناسمه توګه ویل شوي وو چې لرنر د « هیڅکله ترمپ» له پلویانو څخه یو دی.
د بیت المقدس مسئله د عرب لیګ د سرمشریزې محوري ټکی وو
د عرب لیګ د هیوادونو د سرمشریزې وروستۍ اعلامیه د بیت المقدس پر موضوع څرخیږي. د سعودي عربستان پاچا سلمان دا سرمشره د بیت المقدس په نوم ونوموله. د عربو مشرانو د بیت المقدس د موضوع په اړه خپل د نظر یووالی څرګند کړ او وېې ویل چې بیت المقدس ټولو پورې اړه لري. خو د عربي هیوادونو مشرانو د سیمې د نورو موضوعاتو په اړه د نظر اختلاف درلود. د بیلګې په توګه د سوریې په مسئله کې، عراق د سوریې د ولسمشر پلوي دی..
آلمان او فرانسې د سوریې شخړې حل ته یوه دیپلوماتیکه طرحه جوړه کړې
پر سوریې د لویدیځو هیوادونو تر هوایې برید وروسته، آلمان او فرانسې د سولې یوه دیپلوماتیکه طرحه جوړه کړې. د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون ویلي دي چې غواړي ترکیه او روسیه هم د خبرو اترو میز ته را وبلي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، ټینګار وکړ چې وروسته له کلونو جګړو وضعیت په دې شکل دوام نه شي پیدا کولی. هغه زیاته کړه چې اوس هڅه کیږي چې سیاسي بهیر له سره پیل شي.
د چين او چاپان د اړیکو د ښه کیدو نښانې
چين او چاپان وروسته له اته کلن ځنډ څخه د اقتصادي مساېلو په هکله خپلې خبرې اترې له سره پیل کړي دي. د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تارو کونو، په توکیو کې د دغو مذاکراتو په جریان کې وویل چې د دواړو هیوادونو د مخ پر ودې اقتصادي رول په پام کې نیولو سره چې کولی شي د سیمې او نړۍ په کچه یې ولوبوي، نوي لیدلوري ته اړتیا ده.