مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
په پاریس کې د برمته نیونې پيښه
د فرانسې په سویل کې په یوه سوپر مارکیټ کې د برمته نیونې پيښه ښایي ترهګریز شالید ولري. د څارنوالۍ په وینا عامل کس د تریبیس په ښار کې په یوه دوکان کې ډزي کړي دي، او له داعش سره یې خپل تړاو څرګند کړی دی. د رپوټونو له مخې ظاهرا یو تن وژل شوی دی. برید کوونکي یو پولیس هم برمته نیولی دی او نور برمته نیول شوي کسان آزاد کړل شوي دي.
په جوزجان کې ظاهرا د داعش بهرني جنګیالي نیول شوي
د رسمي معلوماتو له مخې امنیتي ځواکونو د افغانستان په شمال کې د ترهګرې ډلې داعش د جنګیالیو په منځ کې یوه فرانسوۍ نیولې ده. د افغانستان د دفاع وزارت د جمعې په ورځ د ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې په جوزجان ولایت کې له امریکایي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې يې دغه میرمن نیولې ده.
کالزروهه کې څارنوالۍ د طالبانو د شکمن غړي په هکله پلټنې پیل کړي
په یوه بهرني ترهګر سازمان کې د غړیتوب په شک په کالزروهه کې څارنوالۍ د ورمس د یوه اوسیدونکي په هکله پلټنې پیل کړي دي. دغه خبره د نوموړې ادارې یوه ویاند د جمعې په ورځ کړې ده. د رسینو د رپوټونو له مخې دغه نیول شوی آلمانی ظاهرا د طالبانو په لیکو کې مهم کس ګڼل کیده. د کوبلنڅ څارنوالۍ لا تر مخه د مارچ میاشتې پر اتمه نیټه د نوموړي کس پر وړاندې د څیړنو د تر سره کیدو خبره کړې وه.
اروپایي اتحادیه له مسکو څخه خپل سفیر راغواړي
په بریتانیا کې د زهرجن ګاز د برید له کبله اروپایي اتحادیې د روسیې پر وړاندي خپله لهجه کې تندوالی راوستی دی. په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د ۲۸ غړيو هیوادونو د دولتونو او حکومتونو مشرانو په سرمشریزه کې پریکړه وکړه چې دغه اتحادیه له مسکو څخه خپل سفیر راوغواړي.د اروپایي اتحادیې ډیر غړي ظاهرا پر دې باندې غور کوي چې له مسکوه د خپلو هیوادونو سفیران راوغواړي او یا له خپلو هیوادونو روسي دیپلوماتان وباسي.
ترمپ نوی امنیتي سلاکار وټاکه
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د ۱۴ میاشتو په موده کې د دوهم ځل له پاره خپل امنیتي سلاکار تبدیل کړی دی. ترمپ د ټویټر په خپل پیغام کې لیکلي دي چې په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالاتو پخوانی سفیر جون بولتن به د ملي امنیت د اوسني سلاکار مک ماستر، ځای ناستی شي. بولتن په بهرني سیاست کې د سخت دریځ لرونکي په توګه انګیرل کیږي.
نهه عراقي پناه غوښتونکي له یوه موټره ژغورل شوي
د آلمان فدرالي پولیسو د پنجشنبې په ورځ د هالنډ ـ آلمان سرحد ته څیرمه له یوه یخچالي موټر څخه نهه مهاجر آزاد کړي دي. د چارواکو په وینا اوکرایني موټروان په عمومي لویه لار کې په یوه استراحت ځای کې له موټر څخه د ټک ټک غږ تر اوریدو وروسته پولیسو ته خبر ورکړ. چارواکو له موټره نهه عراقیان آزاد کړي چې په هغو کې دوې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي چې سنونه یې د لسو او دولسو کلونو په منځ کې دي.