مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
ملګرو ملتونو د لیبیا حکومت په شکنجو تورون کړی دی
د آلمان د ARD تلویزوني شبکې د معلوماتو پر بنسټ د ملګرو ملتونو سازمان د لیبیا پولیس په شکنجو او انساني قاچاق تورن کړی دی. د ملګرو ملتونو په هغه یو رپوټ کې چې تر اوسه پورې خپور شوی نه دی، ویل شوي دي چې د لیبیا د کورنیو چارو وزارت تر کنترول لاندې ځانګړې واحدونه، کیدای شي د لیبیایې اتباعو او بهرنیانو په تښتونه او خپل سري دستګیریانو کې لاس ولري.
په بریتانیا کې د ډبل جاسوس د مسمومه کیدو په اړه د امریکا او بریتانيا غبرګون
امریکا متحدو ایالاتو روسیه په بریتانیا کې د ډبل جاسوس سرګئ سکریپل، او د هغه د لور مسمومولو په برخه کې مسئوله ګڼلې. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيرې نیکي هیلې، د دې قضیې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې لنډمهالې او بیړنۍ غونډې په ترڅ کې «د چټک او جدي ګام پورته کولو»غوښتنه کړې. خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وسیلي نیبنزیا، بیا په دې پيښه کې د خپل هیواد هر ډول لاس درلودل رد کړي دي.
د کردانو پر وړاندي پر عملیاتو سربیره ترکیې ته د وسلو صادارت جریان لري
سره له دې چې ترکیې، سوریې ته خپل ځواکونه استولي دي د آلمان حکومت د ناتو دغه غړي هیواد ته د میلیونونو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو صادرول تصویب کړي دي. د سوریې په شمال کې د کردي ملیشه و YPG پر وړاندي د ترکیې د تعرضي عملیاتو تر پیل پنځه نیم اونۍ وروسته، د ۴،۴ ملیونه يورو په ارزښت د آلماني وسلو او تجهیزاتو د صادراتو ۲۰ جوازونه ورکړل شوي دي.
ماس د اروپا له پاره د آلمان او فرانسې د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ
د آلمان د بهرنیو چارو نوي وزیر هایکو ماس، فرانسې ته د خپل لومړي پر مهال د دواړو هیوادونو د اړیکو پر اهمیت او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ. د ماس، په خبره د هغو مسائلو حلول چې په راتلونکو کلونو کې به اروپا ورسره مخامخ شي د آلمان او فرانسې ګډ مسئولیت دی. په دې ترڅ کې هغه د چاپیریال ساتنې په برخه کې د کوښښونو تر څنګ له دغه براعظم څخه د باندې شخړو او همدارنګه په اروپایې اتحادیې کې د اصلاحاتو یادونه وکړه.
له یوې روسي الوتکې څخه د پرواز پر مهال درې ټنه سره زر لوېدلي دي
د سایبریا له هوایې ډگر څخه د پرواز پر مهال له یوې روسي الوتکي څخه تر درو ټنو ډیر سره زر را لوېدلي دي. د روسیې د کورنیو چارو وزارت د یوې سرچينې په حواله د پرواز پر مهال د الوتکې د سامان انتقالو د ځای یوه دروازه خلاصه شوه او یو اندازه بار ترې لاندي ولوېد. تر اوسه پورې په دې اړه لا زیات جزیات نه دي ورکړل شوي. یاده الوتکه چې د کراسنويارسک ښار پر لور روانه شوې وه په مجموع کې ۹ ټنه سره زر پکې بار ول.
آلمان لا زیات بندي مهاجر اخراجوي
آلمان په پرله پسې ډول لا زیات بهرني بندیان اخراجوي. د «ولټ» آلمانۍ ورځپاڼې د دغه هیواد د عدلیې وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی چې په ۲۰۱۷م کال کې لږ تر لږه ۱۱۴۷ مجرم بندیان له زندان څخه په مستقيم ډول د دوی هیوادونو ته استول شوي دي. دا د یوه کال مخکې په پرتله د شاوخوا ۴۰۰ تنو زیاتوالی ښيئ. ویل کیږي چې واقعي شمیرې به تر دې هم لوړ وي، ځکه ۴ ایالتونو په دې اړه له ارقامو ورکولو څخه ډډه کوي.