مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
په افغانستان کې د تاپي پروژې ساختماني چارې رسما پیل شوې
په هرات کې د تاپي پروژې د ګاز نللیکي ساختماني چارې رسمال پیل شوې. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د تر کمنستان له ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف، د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د هند د بهرنیو چارو سیکرتر مبشر جاوید اکبر سره یو ځای د دغې نللیکي پرانیستنه وکړه.
اروپایي اتحادیه د ساحل ځواکونو له پاره مرسته ډیروي
اروپایي اتحادیه به په ساحل زون کې د ترهګرۍ او انساني قاچاق پر وړاندې د نوو ځواکونو د ملاتړ له پاره مرستې له ۵۰ میلیونه یورو ۱۰۰ میلیونه ته لوړې کړي. دغه ځواکونه به د بورکینا فاسو، مالي، موریتانیا، نایجیر او چاد هیوادونو وي. د آلمان او فرانسې په څیر د اروپایي اتحادیې هیوادونه هیله من دي چې دغه ځواکونه د اروپا د امنیت او د غیر قانوني کډوالو د شمیر په مخنیوي کې مرسته وکړي.
په ایران کې د پوړني پر ضد احتجاج کې یوه میرمن ټپي شوي
په ایران کې د پوړني د اجباري پر سر کولو پر ضد د احتجاج په ترڅ کې یوه احتجاج کوونکې ټپي شوې ده. د رپوټونو له مخې یوه ځوانه ایرانۍ میرمن په تهران کې د پنجشنبې په ماښام د تلیفون غرفې سر ته ختلې وه څو خپل څادر د بیرغ په توګه وځړوي. زیاته شوې ده چې تر هغې وروسته پولیس هم د غرفې سر ته وخوت او دغه میرمنه یې لاندې راګوزار کړه. د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه پولیس پر ضد د څیړونو د تر سره کولو امر کړی دی.
په ترکیه کې یو بل آلمانی وګړه له بنده آزاد شوی
په ترکیه کې د سیاسي انګیزې له کبله نیول شوی یو بل آلمانی آزاد شوی دی. د جمعې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې اوس هم د ترکیې په زندانونو کې د سیاسي انګیزې له کبله څلور آلماني اتباع بندیان دي. ویاند د آزاد شوي کس په هکله نور معلومات نه دي ورکړي.دا خبره هم نامعلومه ده چې آزاد شوی کس نارينه دی که ښځه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوریه کې د اوربند په هکله خبرې کوي
په سوریه کې د یوه اوربند د رامنځ ته کیدو په هکله د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دوو اوونیو بې پایلو خبرو اترو وروسته د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د مسکو پر وړاندې سخت تورونه مطرح کړي دي. د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې روسیې یو ځل بیا د نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې په ترڅ کې د اسد رژیم خوندې کړی دی.
د جنوبي سوډان پر پوځ د بشریت ضد او جنګي جرمونو تورنه پورې شوي
د ملګرو ملتونو بشري حقونو د شورا د یوه کمیسیون د رپوټ له مخې د جنوبي سودان په خونړي کړکیچ کې پوځ د بشریت او جنګي جرمونو مرتکب شوی دی. دغه کمیسیون نن د جمعې په ورځ د ملکي کسانو پر وړاندې د سخت تاوتریخوالی چې پکښې د سترګو راایستل او د مریو پریکول شامل دي یادونه کړې ده. پر دې سربیره په لویه کچه د جنسي تیریو یادونه هم شوې ده.