مهم خبرونه په متن او انځور کې
په میانمار کې د کوفي عنان د سولې د ماموریت سره مخالفت ښوول شوی
د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان میانمار ته د خپل سفر په پیل کې د قهرجنو مظاهره کونکو سره مخ شوی دی. په سونو بدایانو چې راهبان هم پکښې شامل ول، له نوموړي څخه د دغه هیواد څخه د وتلو غوښتنه وکړه. عنان د بهرنیو چارو د وزیرې اونګ سان سوچي په بلنه میانمار ته تللی څو دغلته د بدایانو او روهنګا مسلمانانو ترمنځ شخړه کې منځګړیتوب وکړي. تندلاري مذهبي استازي د روهنګا د لږکۍ د تابیعت حق ردوي. .
په کابل کې پر یوه خیریه موسسې یرغل پای ته رسیدلی
د کابل په شهرنو سیمه کې د پاملرنې یا Care International پر خیریه موسسې یرغل پای ته رسیدلې دی. د آلمان خبري آژانس د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي، له قوله لیکلي دي چې درې واړه برید کوونکي چې د یوولسو ساعتونو له پاره یې دغه ودانۍ نیولې وه د پوځي عملیاتو په پایله کې وژل شوي ده زیاته کړې : «د لسو بهرنیانو په شمول ۴۲ تنه ژغورل شوي دي.» ویل شوي چې په دې ترڅ کې ۶ تنه یرغمل نیول شوي ټپیان شوي دي.
افریقايي ټولنه غواړي په ګابون کې منڅګړیتوب وکړي
افریقايي ټولنه غواړي د تازه خونړي اخ و ډب وروسته چې ډير شمیر انسانان پکښې ووژل، ګابون هیواد ته منځګړي واستوي. دغه هیئت باید د ولسمشرۍ ټاکنو وورسته د رامنځته شوي بحران د له منځه وړولو په برخه کې مرسته وکړي. د ټولو رایو تر شمیرولو وروسته برحاله ولسمشر علي بونګو چې کورنۍ یې د تیرو ۵۰ کالو راهیسې پر دغه هیواد حکومت کوي، ۴۹،۸ سلنه راې ترلاسه کړي. د نړیوالو ټولنې استازو هم د ټاکنو پرنتایجو شک ښکاره کړی
کابل: د دوشنبې د بریدونو د تلفاتو شمیره ۴۱ ته لوړه شوې
د افغانستان د روغتیا وزارت د سه شنبه په ورځ ویلي چې د دوشنبې په ورځ د دفاع وزارت مخې ته د دوو ځانمرګو بریدونو د قربانیانو شمیر ۴۱ تنو ته لوړ شوی. وحید مجروح د فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي چې «په دې بریدونو کې ۴۱ تنه وژل شوي او نور ۱۱۰ تنه ټپیان دي.» د دې تر مخه افغان چارواکو په پرون ترسره شویو بریدونو کې د وژل شویو شمیر ۲۴ تنه ښوولی وو.
پولنډ په بریتانیا کې د خپلو اتباعو د ښه محافظت غوښتنه کړې
په بریتانیا کې د یوه پولنډي وګړو تر وژل کیدو وروسته د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر په بریتانیا کې د خپلو اتباعو د ښه محافظت غوښتنه کړې. ده په لندن کې د خپل بریتانوي سیال بورس جانسن سره تر خبرو اترو وروسته وویل چې پولنډي وګړي په بریتانیايي ټولنه کې ډير ښه مدغم دي نو باید درناوې یې شوی وای. ده د اروپایي ټولنې څخه د برېتانیې د وتلو په اړه بحثونه په بریتانیا کې د پولنډ سره د دښمنۍ د زیاتیدو دلیل وباله.
اوباما د فلیپين له ولسمشر سره خپله لیدنه کتنه لغوه کړې
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د فلیپین له ولسمشر رودریګو دوتیرته سره خپله لیدنه کتنه لغوه کړې ده. دا خبره د امریکا د ملي امنیت شورا له خوا شوې ده. دوتیرته اوباما ته د مور کنزلې کړې وې او اخطار یې ورکړی وو چې په فلپین کې دې د بشري حقونو په اړه دې ده ته درس نه ورکوي. دوتیرته د مخدره موادو پر ضد مبارزې له امله تر انتقادونو لاندې دی. ده د مخدره موادو د ټولو کاروباریانو د وژلو لارښوونه کړې.