مهم خبرونه په متن او انځور کې
فرانسه: د برمته نیونې پر وخت یو کشیش وژل شوی
د فرانسې په یوه کلیسا کې د برمته نیونې په پيښه کې یو کشیش وژل شوی دی. ویل شوي چې له دغه ۸۴ کلن مذهبي مشر سر پری کړل شوی دی. زیاته شوې چې یو بل یرغمل کړل شوی تن سخت ټپي دی او نورو دریو ته کوم زیان نه دی رسیدلی. برمته نیونکي چې دوه کسان ول د پولیسو له خوا وژل شوي دي. دوی د شمالي ښار نورماندې په «سنت ایتیني دو روري کلیسا» کې په داسې حال کې ډیر کسان برمته ونیول چې هلته یوه مذهبي غونده روانه وه.
برلین: یوه ناروغ یو ډاکتر په ډزو وژلی
د فرانس پریس خبري آژانس په حواله د برلین په یوه روغتون کې د یوه ناروغ له خوا په ډزو زخمي شوی ډاکتر مړ شوی دی. د پولیسو په حواله برید کونکي بیا وروسته ځان وژنه ترسره کړې. د لومړیو معلوماتو په حواله تر اوسه د دې برید انګیزه روښانه نه ده. چارواکو د ترهګرۍ امکان رد کړی دی. پیښه د برلین د بنیامین فرانکلین روغتون په جراحي برخه کې رامنځته شوې ده.
د نیس د برید په تړاو نور شکمن نیول شوي
د نیس ښار د برید کابو یوه نیمه اوونۍ وروسته نور دوه شکمن نیول شوي. زیاته شوې چارواکي د برید ګر د احتمالي لوژستکي ملاتړو د پیدا کولو هڅه کوي. محمد لحویج بو هلال د جولایي پر ۱۴ نیټه د نیس ښار کې د یوه لارې په واسطه ۸۴ انسانان ووژل. دی بیا د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شو. څارنوالي پر دې باور لري چې نوموړي سره د برید په چمتو کولو کې مرسته شوې وه. په دې تړاو پنځه شکمن کسان لا دمخه په توقیف کې دي.
رپوټ: د آلمان حکومت د احتیاط عسکرو پر ګمارولو غور کوي
د یوه رپوټ په حواله د ورڅبورګ، رویتلنګن او انزبخ د خونړیو بریدونو وروسته د آلمان حکومت د ملي امنیت پر یوې نوې طرحې غور کوي. د آلمان د «بلډ» ورځپاڼې په حواله دا طرحه ښايي د پولیسو د ملاتړ په موخه د احتیاط عسکرو ګمارل په پام کې ولري. د هغو داوطلبو د ګمارلو خبره کیږي چې په عسکري او یا پولیسي برخه کې یې روزنې لیدلي وي.
په سومالیا کې پر افریقايي عسکرو دوه بریدونه شوی
د پولیسو په حواله د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې د افریقايي ټولنې د عسکرو د اډې مخکې ته د یوه ځانمرګي برید کونکي پر چاودیدونکو توکو بار موټر الوزولی دی. یوه دویم برید ګر په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد د پوځي اډې په دروازه کې وچول. دا پوځي اډه د هوايي میدان او د ملګرو ملتونو ودانۍ ته نزدې پرته ده. په دې ترڅ کې لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول. د الشباب ډلې د بریدونو پړه منلې ده.
جاپان کې جنوني وژونکي ۱۹ تنه وژلي
د جاپان د پلازمینې ټوکیو سره نزدې د معلولینو په یوه استوګنځای کې یوه سړي لږ تر لږه ۱۹ انسانان په چړو وژلي دي . ویل شوي چې تر ۴۵ زیات نور کسان ټپيان شوي دي چې د زیاترو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی. ۲۶ کلن برید ګر د پيښې دوه ساعته وروسته پخپله ځان پولیسو ته سپارلی دی. د رپوټونو په حواله ده ویلي چې پخوا یې د ساګمیهارا د معیوبینو په دې مرکز کې کار کاو اود برید یې د معلولینو سره د نفرت له وجې کړی دی.
کشمیر: پر تګ راتګ د بندیز مقررات نرم شوي
د هند تر ولکې لاندې کشمیر په مرکز سرینګر کې پر تګ راتګ د بندیز مقررات نرم کړل شوي خو د احتجاج کونکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډبونه لا روان دي. روښانه نه ده چې د ګرځ بندیز مقررات نرمول یو موقتي ګام دی څو احتجاج کونکي خپل قهر او غصه ښکاره کړای شي او که به دوام وکړي. د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یوه ځوان وطنپال مشر برهان واني تر وژل کیدو وروسته وضعه ډيرې کړکیچنه شوې وه او پر تګ راتګ بندیز لګول شوی وو.