مهم خبرونه په متن او انځور کي
مهم خبرونه په متن او انځور کي
آلمان ـ پر شمالي کوريا دي فشار جاري وساتل سي
د آلمان حکومت پر نړيوالې ټولنې ږغ کړی دی چي د شمالي کوريا په وړاندي دي فشارونو ته ادامه ورکړي. دا د هغه وروسته چي د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د شمالي کوريا د واکمن کيم جونګ اون سره پلان سوی ملاقات لغوه کړه. د آلمان د حکومت وياندي په برلين کي وويل چي د ملاقات دغه فسخه کېدنه د تأسف وړ ده.
په کانادا کي چاودنې لږ تر لږه ۱۵ انسانان ژوبل کړل
د کاناډا د لوی ښار تورونتو سره نژدې په يوه چاودنه کي لږ تر لږه ۱۵ انسانان ژوبل سوي چي پکښي درې يې سخت ټپيان دي. پوليسو ويلي چي د چاودېدونکو توکو دغه پېښه د اونتاریو ایالت په ميسي ساوګا سيمه کي په يو ريستورانت کي رامنځ ته سوه. ويل سوي چي د چاودنې وروسته له دغه ځای څخه دوه شکمن کسان تښتېدلي دي. امنيتي کسانو د چاودنې وروسته هغه کوڅه چيري چي دغه ريستورانت واقع دی کلابنده کړه.
طالبانو د تخار ولايت يو شمېر ښوونځي تړلي دي
وسله والو طالبانو دغه اونې د افغانستان په تخار ولايت کي ۲۷ ښوونځي تړلي او به دې توګه يې تر ۱۱ زرو څخه زيات شاګردان اغېزمن کړي دي. دغه معلومات د ياد ولايت د تعليم او تربيې يو لوړ پوړي چارواکي صمد عبديار د آلمان خبري آژانس ته ورکړي دي. زياته سوې چي طالبانو دغه مکاتب د افغانستان د ملي امنيت له خوا په تخار کي د طالبانو د تش په نامه تعليم او تربيې د مسؤل کس د نيول کېدو په غبرګون کي بند کړي دي.
پاراګوای د پوځي ديکتاتورۍ د جنايتونو بخښنه وغوښته
د پاراګوای دولتي مشرتابه په دغه هيواد کي د نظامي ديکتاتورۍ پر وخت د دولت له لوري د تره سره سوو جنايتونو له کبله په رسمي توګه بخښنه غوښتې ده. د ولسمشرۍ مرستيالي اليسيا پوچېتا د يادورځې د ځانګړو مراسمو پر وخت په اسوسيون کي وويل چي د پاراګوای د دولت په استازيتوب او د بشري حقونو له پاره د بين الامریکايي محکمې د فيصلې د عملي کولو باندي هغه دا بخښنه غواړي.
مرکل: د چين سره تجارت کي د معلوماتو خونديتوب اهمیت لري
د آلمان صدراعظمي انګلا مېرکل ويلي چي د آلمان او چين تر منځ د اقتصادي همکارۍ بنياد بايد پر يو نوي بنسټ ودرول سي. مېرکل دا څرګندونې و چين ته په خپل سفر کي د نوي تکنالوژۍ له پاره د مهم ښار شينږېن د کتنې پر وخت وکړې. هغې وويل چي د نوي بنسټ رامنځ ته کول د ديجيتل کېدنې د پروسې له پاره ډېر مهم دی. هغې وويل چي معلومات هغه مهم عنصر دي او د هغوی خونديتوب د شرکتونو له پاره بنيادي ارزښت لري.
آيرلند کي د سقط جنين پر قانون ولسپوښتنه کيږي
په ايرلند هيواد کي د سقط جنين د قانون په تړاو نن ولسپوښتنه تر سره کيږي. په دغه اکثريت کاتوليکي هيواد په قانون کي د هر ډول سقط جنين ممانعت دی. که کوم څوک له دغه قانون څخه سرغړونه وکړي نو ورباندي تر ۱۴ کالو پوري د بند سزا راوتل کيدلای سي. د ۲۰۱۴ کال راهيسي يوازي هغه وخت د دغه ممانعت استثنی سته که حامله داره ښځه د حامله توب له کبله د مرګ او يا د ځان وژنې د ګواښ سره مخامخ وي.