مهم خبرونه په متن او انځور کي
د امريکا متحده ايالات د ایران پرضد نوي بندیزونه پلانوي
د امريکا متحده ايالات د یوه رپوټ پر اساس غواړي په ایران ، هانکانگ او عربي متحده اماراتو کي د شرکتونو، او انفرادي اشخاصو پر ضد نوي بندیزونه وضع کړي. لکه څنگه چي د«وال سټریټ ژورنال » د چهارشنبه په ورځ رپوټ ورکړ، دغه بندیزونه د ایران د اټومي پروگرام په ارتباط دي .خو د امریکا مالیې وزارت او دایران حکومت تر اوسه پوري په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ترهگري بریدونو له بیري په بروکسل کي د نوي کال پارټي نه نیول کيږي
د ترهگري بریدونو له بیري څخه د بلجیم په پایتخت بروکسل کي د نوي کال جشن نه نیول کيږي. د بروکسل ښاروال یان مایېر وویل، چي د کورنیو چارو له وزیر سره په گډه تصمیم ونیول سو، چي ددغو مراسمو څخه تیر سي. د ښاروال په خبره تصمیم ونیول سو، چي د ښار په دننه کي هم د نورو پروگرامونو څخه تیر سو. په دغه ډول پروگرامونو کي تیر عیسوي کال تقریبأ ۱۰۰۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.
ميرکل مهاجرين دجرمني په گټه بولي
جرمني به د صدراعظمي انګيلا ميرکل په نظر د مهاجرو دراتگ څخه مستفید سي. دې د خپل نوD کال په بیانیه کي ویلي دD، چي دا کاملأ د سوال وړ خبره نه ده ، چي د دومره ډیرو خلگو رامهاجر کیدل وخت، قوت او پیسې غواړي، خاصتأ د هغو کسانو ادغام چی غواړي په دوامداره ډول سره په جرمني کي پاته سي. خو میرکل ټینگار وکړ، چی د مهاجرو څخه همیشه یو هیواد گټه اخیستې ده، هم د اقتصادي او هم اجتماعي لحاظه.
اوباما غواړي د جرمني د هانوور په نندارتون کي گډون وکړي
د امريکا متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباماغواړي د راتلونکي عیسوي کال د اپریل په پای کي جرمني ته راسي. په دغه وخت کي به دی د صدراعظمې انګيلا ميرکل سره وگوري او د امريکا د لمړني جمهوررييس په حیث به د هانوور په صنعتي نندارتون کي هم برخه واخلي. اوباما به د دغي موقع څخه په استفادې سره د اروپايي ټولني او امریکا تر منځ د ازاد تجارت د لانجمن تړون په باب هم خبري وکړي او د هغه د امضأ کیدلو هیله به وکړي.
د اروپايي ټولني کميساری د پولینډ د رسنیو له نوي قانون څخه اندیښنه ښوولې ده
د کميسيون د یوه ویاند په خبره، هغوی د پولنډ دوو وزيرانو ته خطونه لېږلي دي. په دغه ليک کي د پولینډ څخه هيله سوې ده، چي پر دغه قانون باندي بیا د سره غور وکړي او وگوري چي ایا هغه خو به د اروپا د اتحاديې د قانون سره په تضاد کي نه وي. د نوي قانون پر اساس حکومت کولای سي، د هيواد د دولتي ټلويزيون او راډيوګانو رییسان مستقیمأ وټاکي او برطرفه کړي.
په سوریه کي په څو بریدونو کي ډیری انسانان وژل سوي دي
د سوريې په شمال ختيځ کي د چهارشنبې په ورځ دوو بمي بريدونو لسهاؤ ته مرګ ژوبله واړوله. کردي ملېشې YPG ويلي دي چي د کاميشلي په دغه ښار کي دغه بريدونه په ډیر احتمال سره د داعش له خوا تر سره سوي دي. ياد ښار د ترکيې سره پر سرحدکي پروت او د کوردانو تر کنټرول لاندي دی. لندن مېشته د سوريې د بشري حقونو د وضعي څارونکي ډلي ويلي دي چي په دغو بريدونو کی لږ تر لږه ۱۶ انسانان وژل سوي او ۲۰ نور زخميان سوي دي.
په شمالي قطب کي گرمي خپل اوج ته رسیدلې ده
د شمالي قطب مناطق په اوس وخت کي په غېر عادي ډول سره ډير گرم دي. په عادي ډول د کال په دغه وخت کي هلته د حرارت درجه د منفي ۳۰ او منفي ۴۰ تر منځ وي. خو د ساينسپوهانو د مطالعاتو پر اساس اوس په دغو مناطقو کي د حرارت درجه صفر ته نژدې اندازه سوې ده. دددغي گرمی علت د شمالي اتلانتيک څخه راغلی لوی گرم طوفان دی چي قطب شمالي ته يې توده هوا راوړې ده.