مهم خبرونه په انځور او متن کي
المان هم په مصر کي د روسۍ الوتکي دلویدو علت بمي چاودنه بولي
د جرمني حکومت هم د یوې المانی ورځپاڼي د رپوټ په حواله گمان کوي ، چي په مصر کي د یوې روسۍ طیارې سقوط د یوې بمي چاودني له کبله رامنځته سوی دی. د حکومتي منابعو څخه ویل کیږي ، چي دا د اسلامی دولت-ISډلي یو عمل کیدلای سي . بریتانوي او امریکايي استخباراتو هم په تیرو ورځو کي ورته نظر ورکړی ؤ. یوه اونی دمخه د روسۍ مسافر وړونکي طیارې په سقوط کي د هغه ټوله ۲۲۴ مسافر او عمله ووژل سول.
توسک د المان څخه د اروپايي ټولني ددباندنیو سرحدو په ساتلو کي د لا ډیري همکاری غوښتنه وکړه
د برلین څخه د اروپايي ټولني د شورأ رییس دونالد توسک تر لیدني لږ مخکی هغه د جرمني څخه د ټولني ددباندنیو سرحدونو په ساتلو کي د لا ډیري همکاری غوښتنه وکړه. توسک د یوې المانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي وویل ، چي جرمني باید نور هم ډیر څه وکړي ، تر څو اوسنی حالت تر کنټرول لاندي راسي.
په برما کي نن پارلماني ټاکني تر سره کیږي
په برمایا میانمارکي تر ۲۵ کلونو وروسته بیا لمړني ازاد انتخابات تر سره کیږي . د تر ۳۰ ملیونو اضافه مستحقو کسانو څخه غوښتل سوي دي ، چي خپلي رایي ورکړي . د اپوزیسون مشره او نوبل دسولي جایزې گټونکې سان سو چ ي امیدواري لري ، چي ددې د«دیموکراسی له پاره د ملي لیگ حزب»به د کامیابۍ په صورت کي د جنوبي اسیا په دغه هیواد کي له نوي پیل او پرانستې ټولنی سره کومک وکړي .
په کروشیا کي هم نن پارلماني انتخابات تر سره کیږي
په کروشیا کي به نن یکشنبه د پارلماني انتخاباتو په جریان کي د بالکان ددغه هیواد اتباع د مهاجرينو په هکله دراتلونکي تگلاري په باب هم تصمیم ونیسي. د نظرپوښتنو پراساس به په انتخاباتو کي نه حکومتي سوسیال ډیموکراټ گوند او نه هم اپوزیسوني محافظه کاره گوندمطلق اکثریت په لاس راوړي . ځکه نو امکان لري ، د لیبرال ازاد گوند سره یو اییتلاف رامنځته سي ، لکه درې کاله دمخه هم.
د لوفتهانزا اعتصاب نن د یوې ورځي له پاره په مؤقتي ډول بندیږي
د جرمني د هوايي شرکت، لوفتهانزا اعتصاب نن یکشنبه د یوې ورځي له پاره په مؤقتي ډول سره بندیږي . اعتصاب اصلأ ترراتلونکي جمعې ورځي پوري دوام کوي . خو د لوفتهانزا صنفي اتحادیه –اوفو« Ufo» غواړي تر هغه دوروسته په باب هم مشورې وکړي . په شنبه ورځ د لوفتهانزا له اعتصاب څخه تقريبا ۵۸۰۰۰ مسافرين اغېزمن سول او ۵۲۰ پروازونه کنسل سول ، خصوصأ په فرانکفورت او دوسلدورف کي.