مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
لاوروف د بریتانيا دیپلوماتانو د ایستلو خبر تائید کړ
د روسیې پر یوه پخواني جاسوس باندې د زهرجن ګاز د حملې په قضیه کې د بریتانيا د بنديزونو په غبرګون کې روسيه هم بریتانوي دیپلوماتان له خپل هیواده باسي. دغه خبر د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف تائید کړی دی. خو دا چې څومره کسان ایستل کیږي، هغه یې د شمیر په هکله څه و نه ویل. د چهارشنبې په ورځ د بریتانيا حکومت له خپل هیواده ۲۳ روسي دیپلوماتان وایستل.
زیهوفر: اسلام په آلمان پورې اړه نه لري
د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، دا جمله چې «اسلام په آلمان پوره اړه لري» ناسمه بولي. خو زیهوفر دا هم ویلي دي چې برعکس په آلمان کې اوسیدونکي مسلمانان په آلمان پورې اړه لري. د هغه په خبره دا په دې معنی نه ده چې «د یوې ناسمې ملاحظې له کبله د خپل هیواد له خاصو رواجونو او عنعنونو څخه تیر شو.» هغه د اسلامي کنفرانس د راغوښتلو اعلان کړی، څو په آلمان کې د مسلمانانو د ادغام په هکله بحثونه وشي.
«د م.م. د تښتول شوي موټروان جسد کابل کې موندل شوی»
یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د یوه موټروان جسد په کابل کې موندل شوی دی. دغه کس دوې میاشتي دمخه له يوې کارکوونکي او د هغې له ماشوم سره یو ځای تښتول شوی وو. د کابل د پولیسو مشر داود امین ویلي دي چې جسد د جمعې په ورځ موندل شوی او عدلي طب ته سپارل شوی دی. هغه ویلي دي چې د تښتول شوې افغان میرمنې او د هغه د ماشوم په هکله هیڅ ډول معلومات نه شته.
جمز متیس پر ایران د عراق په ټاکنو کې د لاسوهنې تور پورې کړی
د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جمز متیس، پر ایران باندې د عراق د ټاکنو په کمپاین کې د مداخلې تور لګولی دی. متیس له افغانستان څخه عمان ته د بیرته ستنیدو پر مهال ویلي دي چې «ایران هڅه کوي په پيسو سره عراق کې ټاکني اغېزمني کړي.» زیاته شوې ده چې هدف دا دی چې ایران پلوه کاندیدانو په پلویتوب رای وکارول شي. متیس له تهران څخه غوښتي دي، عراق خپل برخلیک ټاکلو ته خپله پریږدي.
روسیه، ایران او ترکیه په سوريه کې له تحولاتو راضي دي
روسیه، ایران او ترکیه چې خپل ځانونه په سوریه کې د یوه اوربند ضمانت کوونکي ښيي، په دغه هیواد کې د تحولاتو په هکله رضایت ښوولی. هغه ګډه بیانیه چې د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د ښکيلو اړخونو تر ملاقات وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې پکښې په ځانګړې توګه د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد ګډو هڅو باندې رڼا اچول شوې.
په عراق کې د الوتکې د رالوید په پيښه کې امریکایي پرسونل وژل شوي
د امریکا متحدو ایالاتو مرکزي قوماندنۍ د جمعې په ورځ ویلي دي چې د یوې امریکایي پوځي څرخي الوتکې د رالیدو په پيښه کې په الوتکه کې سپاره ټول پرسونل وژل شوي دي. دغه پیښه د عراق په لویدیځ کې رامنځ ته شوې ده. خو مرکزي قوماندې دا نه دي ویلي چې د پنجشنبې په ماښام د الوتکې د رالویدو په پيښه کې څو تنه وژل شوي دي. د امریکایي پوځ یوه چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې په الوتکه کې اووه تنه سپاره ول.