مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
افغانستان ته د پلان شوو مهاجرو د نه استولو غوښتنه
د بشري حقونو د «پرو ازول» نومې ملاتړي سازمان غوښتنه کړې ده چې جگړه ځپلي هیوادافغانستان ته د مهاجرو د یو نوي پلان شوي اخراج خخه دی ډه ډه وشي. د دغه سازمان مشر گونتر بورک هاردت، د جمعې په ورځ د آلمان په فرانکفورت ام ماین، کې وویل چې له دې اخراج سره به انسانان په رڼو سترگو له یوخطرناک وضعیت سره مخامخ کړای شي.
دونلد ترمپ د متحدو ایالاتو د ۴۵ ولسمشر په توگه نن لوړه کوي
اویا کلن سوداگر دونالد ترمپ به نن د جمعې په ورځ د امریکا متحدو ایالاتو د ۴۵ ولسمشر په توگه لوړه وکړي. اټکل کیږي چې په پلازمېنه واشنگټن کې به په سلگونو زره کسان د منځنۍ اروپا په وخت د ماښام په شپږو بجو د دغو مراسمو ننداره وکړي. په عین کې وخت د ترمپ په زرگونو مخالفین هم احتجاجي غونډې کوي. ترمپ ویلي دي چې څو ډوله سره ټوټې شوې متحده ایالات به سره بیرته یو موټی کړي.
داعش په پالمیرا کې نورې تاریخي ودانۍ ویجاړې کړي
تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش د سوریې په لرغوني ښار پالمیرا کې د تیتراپیلون په نوم د یادون څلی او همداشان د رومي امپي تیاتر ځنیې برخې ویجاړې کړي دي. دغه خبر د سوریې دولتي منبع ورکړی دی. پالمیرا د یونیسکو د لرغونو آثارو په نوملړ کې شامل دی. د داعش ډلې د تیر میلادي کال په دسمبر میاشتې کې دغه ښار د دوهم ځل له پاره ونیو. نوموړې افراطي ډلې لا تر مخه هم په دغه ښار ډیر شمیر تاریخي ودانۍ ویجاړې کړي.
جامع یحی ته ضرب الاجل ټاکل شوی
د لویدیځي افریقا اقتصادي ټولنې یا «ایکوواس» یحی جامع، څخه چې په ولسمشریزو ټاکنو کې پاتې راغلی وو له یو خبرداري سره غوښتنه کړې ده چې واک پریږدي او له هیواده ووځي. د دغې اقتصادي ټولنې د کمیسیون مشر ویلي دي که چیرې د جمعې تر ورځې پورې دغه کار و نه شي نو د «ایکوواس» ځواکونه پر یوې سمې پوځې مداخلې باندې لاس پورې کړي. جامع د دسمبر میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته نه مني او د واک له ورکولو څخه ډډه کوي.
په ایټالیا کې د واورې لاندي شوي هوټل کې د خلکو لټون ادامه لري
په ایټالیا کې د برف کوچ لاندې شوي هوټل کې تیره شپه ژغورونکو ډلو د لادرکه شوو کسانو لټون ته ادامه ورکړې وه. داسې اټکل کیږي چې د فرین دولا په سیمه کې په دغه هوټل کې تر ۳۰ پورې کسان موجود وو. تر اوسه یوازې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي دي، پر دې سربیره دوه کسان چې سختې یخنې وهلي وو ژوندي موندل شوي او د درملنې له پاره روغتون ته وړل شوي دي. د نورو لادرکه شوو کسانو هیڅ درک نه لگیږي.
«التونسي به ادلیب کې د هوایي بمبارۍ په ترڅ کې وژل شوی»
د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت یا پېنتاگون په سوریه کې د القاعدې ترهگرې شبکې د یوه جگپوړي او یوه بل جگړه مار د وژل کیدو خبر ورکړی دی. پېنتاگون د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې محمد حبیب بو سعدون التونسي، چې د دغې شبکې «بهرنیو عملیاتو له پاره مسوول» وو د جنورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه د سوریې په ادلیب ښار کې د هوایي بمباریو په ترڅ کې وژل شوی دي. التونسي په ۲۰۱۴م کال کې سوریې ته تللی وو.