مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
عراق: د موصل عملیات تر هغې گړندي روان دي چې دوی یې انتظار کاوه
د عراق د خپلو معلوماتو له مخې په موصل کې د داعش پر ضد عملیات تر هغې گړندي روان دي چې دوی یې اټکل کاوه. دغه خبره د عراق د حکومت مشر حیدر العبادي د یوه ویدیويي کنفرانس له لاري په پاریس کې یوې جگپوړي غونډې ته کړې ده. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي دي داسې نخښې نښانې شته چې د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» جنگیالي له موصل څخه د سوریې د رقه ښار پر لور تښتي چې په وینا یې مخه باید ونیول شي.
په حلب کې اوربند نافذ دی
د سوریې په شمالي ښار حلب کې یو غیر رسمي اوربند نافذ دی. سوریې او د هغې ملاتړي هیواد روسیې د دوشنبې په ورځ په دغه ښار کې د یوه اړخیز اوربند اعلان کړی وو. د روسیې د معلوماتو له مخې دغه اوربند به یوولس ساعته دوام وکړي. لا د سه شنبې له سهار راهیسې سوریې او روسیې په حیرانوونکي توگه په حلب کې د یاغیانو پر سیمو بمبارۍ درولي دي.
یو مهاجر د جنگي جرمونو په تور محاکمه کیږي
یو ۲۵ کلن مهاجر باید د جنگي جرمونو او ترهگرو د مرستې په تور د شتوت گارت لوړې محکمې ته ځواب ووایي. د اقامې د دعوا له مخې دغه کس په ۲۰۱۳م کال کې دمشق ته څیرمه د النصره جبهې د ترهگرو په ډله کې د ملگرو ملتونو د یوه کارکوونکي په تښتولو کې برخه لرله. ویل شوي دغه سوریایې چې په ۲۰۱۴م کال کې آلمان ته راغلی، القاعدې ته نزدې ډلې سره یې تړاو درلود او برمته شوی کس یې څارلی او گواښلی دی.
ملگري ملتونه: نجونو ته د زیات حقوق او د زده کړو چانسونه برابر شي
ملگرو ملتونو له نړیوالې ټولنې څخه د نجونو له پاره د هر اړخیز ملاتړ او د هغوی د خوندیتوب غوښتنه کړې ده. په ژنیف کې د نړۍ د نفوس په هکله وړاندې کړی شوي رپوټ کې راغلي دي چې ډیر شمیر نجونې د جبري ودونو، د ختنه کولو، په ماشومتوب کې د کار کولو، او زده کړو په برخو کې د امکاناتو له نشتوالې سره مخامخ دي.
آلمان کې یوه نجلۍ پر پولیس د چړې د برید له کبله محاکمه کیږي
تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش د شپاړلس کلنې خواخوږي صفیه س، پر ضد محاکمه پیل شوه. دغه مراکش الاصله آلمانۍ باید د آلمان د سیله، لوړې محکمې ته په هانور ښار کې پر یوه پولیس باندې د چړې د برید په هکله ځواب ووایي. د هغې پر ضد د قتل د هڅې او همداشان د یوې بهرنۍ ترهگرې ډلې سره د تړاو په تور دعوا شوې ده.