مهم خبرونه له متن او انځور سره
پر فلوجه د عراقي ځواکونو برید درول شوی
د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش سخت مقاومت، پر فلوجه ښار باندې د عراق د پوځ تهاجمي حمله ورو کړې ده. لکه څرنگه چې د رویترز خبري آژانس د طارق په نوم د پوځي اډې د قوماندان په حواله رپوټ ورکړی دی، عراقي عسکرو تیره شپه خپل پرمختگ په مؤقتي توگه درولی دی. زیاته شوې ده چې اوسمهال قطعات د ښار د الشهدا ناحیې څخه ۵۰۰ متره وړاندې په تونلونو او سمڅو کې انتظار باسي.
څیړنه: په نړۍ کې تر ۴۵ میلیون زیات انسانان د غلامانو په توگه ژوندي کوي
د یوې نوې څیړنې له مخې په نړۍ کې شا او خوا ۴۵،۸ میلیونه سړي، ښځي او ماشومان په اصطلاح د عصري زمانې د غلامانو په توگه ژوند کوي. زیاته شوې ده چې دوی اجباري کار ته مجبوریږي، د جنسي استفادې له پاره پلورل کیږي، لا تر مخه تر اسارت لاندې زیږیدلی وي او یا هم د ماشوم عسکر په توگه جذبیږي. دغه څه د غلامۍ په هکله په دریم شاخص کې راغلي چې د «واک فري فاونډیشن» په نوم د بشري حقونو آسترالیایي سازمان خپور کړی دی.
حماس درې محکوم شوي قاتلین اعدام کړي دي
په غزې تراړه کې د حماس راډیکاله ډلې، درې محکوم شوي قاتلین اعدام کړي دي. د حماس د کورنیو چارو وزارت په وینا دغه اعدامونه په عامه محضر کې نه دي تر سره شوي، لکه څرنگه چې یې مخکې اعلان شوی وو. ملگرو ملتونو او اروپایي اتحادیې د دغه گام پر ضد احتجاج کړی دی. د حماس د معلوماتو له مخې دغو سړو په جلا جلا توگه درې تنه وژلي او پر خپل عمل یې اعتراف کړی وو.
رپوټ: سعودي عربستان آلماني ټانکونه نه رانیسي
سعودي عربستان د یوې رسنۍ د رپوټ له مخې نه غواړي چې آلماني «لیوپارد» جنگي ټانکونه راونیسي. په برلین کې د سعودي عربستان سفیر العواد د ټاگس شپیگل په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې «حقیقت دا دی چې موږ د ټانکونو له معاملې سره لیوالتیا نه لرو.» د هغه په خبره د وسلو معاملې د آلمان او سعودي تر منځ اړیکو کې کوم «پریکړنده اهمیت» نه لري.
شمالي کوریا بیا د توغندي ازمویلو هڅه کړې
شمالي کوریا یو ځل بیا د یوه توغندي د ازمویلو هڅه کړې ده. خو د سویلي کوریا د معلوماتو له مخې دغه تجربه ناکامه شوې ده. کمونستي هیواد شمالي کوریا په روان میلادي کال کې څو وارې توغندي او د وسلو نور سیستمونه ازمویلي دي. په اپریل میاشتې کې د موسودان په نوم د درو توغندیو توغول ناکامه شوي وو.