مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
پلټونکئ: پرMH17 طیارې باندي راکټ د روسیې څخه فیر سوی دی
د ۲۰۱۴ م کال په جولای میاشت کي د مالیزیا د هوايي شرکت د مسافر وړونکي طیارې د ویشتلو مسؤلیت د هالینډي پلټونکي په عقیده د روسیې پرغاړه دی. مشر پلټونکي ویلبرت پاولیزن په بونیک کي وویل، چي د بوک ټیلار راکټ ،کوم چي پرطیاره باندي لگیدلی دی، د روسیې په کورسک کي د دافع هوا له لوأ څخه فیر سوی دی. په الوتکه کي سپاره ۲۹۸ مسافر ووژل سول، چي ۱۹۶ یې هالینډیان وه. روسیه په دغه پېښه کي هرډول لاس درلودل ردوي.
شمالي کوريا د امریکا د جمهوررييس پرمرستیال لفظي حمله کړې ده
شمالي کوريا د امريکا متحدو ايالاتو په مقابل کي خپله لهجه تنده کړې او یوواربیا یې د جمهوررييس دونالد ترمپ سره د نه ملاقات تهدید کړی دی. د خارجه وزارت معین، شو سون هوئ د امریکا د جمهوررييس معاون مایک پېنس وروستي اظهارات «جاهلانه او بې منطقه» وبلل. پینس په خپلو خبرو کي کیم ته اخطار ورکړی ؤ، چي هغه نه باید ترمپ له یوه چلند سره مخامخ کړي. دا به یوه «لویه اشتباه» وي.
چین میرکل ته د اقتصاد د نوري پرانیستني وعده ورکړه
چین او جرمني غواړي خپله اقتصادي همکاري پراخه کړي او یوې نوي مرحلې ته یې ورسوي. د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل او د چین صدراعظم لي کي کوانگ په پیکینگ کي اعلان وکړ، چي په راتلونکي کي به د لوړي تکنالوژۍ په برخه کي هم گډ کار سره وکړي.لي د«دوستانه مناسباتو» څخه خبره وکړه او ویې ویل، چیري چي الماني شرکتونه په هروخت کي د سرمایه گذارۍ د شرایطو سره مشکل ولري، چین به د هغه د ښه کولو کوښښ وکړي.
د جرمني پر موټرو د ممکنه گمرکي محصولاتو پرضد احتجاج
د جرمني اقتصاد پر موټرو باندي د امريکا متحدو ايالاتو دممکنه گمرکي محصولاتو د لوړولو په مقابل کي سخت احتجاج کړی دی. د جرمني د صنایعو او تجارت د آطاقونو رئیس اېریک شوایڅر ویلي دي، چي د ملي امنیت دلیل راوړل، اصلي مسایل له پامه غورځوي. هغه سرمایه گذارۍ او کارځایونه چي الماني شرکتونه يې په امريکا متحدو ايالاتو کي رامنځته کوي، کاملأ له نظره غورځول کیږي.
د جرمني خارجه وزیر د واشنگټن په خبرو کي بریالیتوب نه درلود
د امريکا متحدو ايالاتو له خارجه وزیر مایک پومپییو سره تر لیدني وروسته د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس ویلي دي، چي له ایران سره د اټومي تړون په برخه کي کاملاً متفاوت نظرونه لري او مختلفي لاري تعقیبوي، چي یو له بله ډیر سره لیري دي. امريکا متحدو ايالاتو له ایران سره اټومي تړون لغؤ اعلان کړ او د تهران پرضد یې بیرته اقتصادي تعزیرات وضع کړه.
اسرائيل غواړي په لويديځ اردن کي نور کورونه هم جوړ کړي
اسرائيل غواړي همدا سږکال لا په لويديځ اردن کي ۲۵۰۰ نوي کورونه په ۳۰ ناحیو کي جوړ کړي. د اسرائيلو ددفاع وزیر اویگدور لیبرمن اعلان وکړ، چي د يهودي ناقلينو له پاره د کورونو د «عاجل جوړیدو» د اجازې غوښتنه به په همدغه اوونی کي لا وړاندي کړي. لیبرمن غواړي د يهودي ناقلينو له پاره د کورونو جوړولو له مسؤلي کمیټې څخه پردې سربیره ددې اجازه هم واخلي چي وروسته هلته ۱۴۰۰ نور کورونه هم جوړ سي.