مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
روسیې پر اسراییلو د سوریې پر نظامي اډې د حملې تور لگولی
سوریې او روسیې پراسراییلو تور لگولی دی، چي د حمس ولایت د طایفور پر نظامي هوايي ډگر باندي یې راکټي حمله کړې ده. د تیري شپې په دغه حمله کي لږترلږه ۱۴ کسان وژل سوي دي. په مسکو کي د روسیې ددفاع وزارت وویل، چي د اسرايیلي پوځ دوو اف ۱۵ جیټ جنگي الوتکو د سوریې پر دغي اډې باندي هوايي حمله کړې ده. تر دې دمخه د سوریې دولتي رسنیو امريکا متحد ايالات ددغي حملې مسؤل بللی وو. خو پنتاگون دغه ادعا رد کړې وه. .
یونکر اوربان ته د اروپايي ټولني د گډو ارزښتونو یادونه وکړه
د هنگري په پارلماني انتخاباتو کي د فیدس گوند ښکاره بریالیتوب په اروپا کي مختلف عکس العملونه رامنځته کړي دي. تر ټولو دمخه د اروپا ښی اړخي د اروپايي ټولني په شرقي هیوادو کي د ښی اړخي نشنلسټ لومړي وزير اوربان په بریالیتوب باندي خوشاله دي. له بلي خوا بیا د ټولني کمیسار ژان کلود یونکر، اوربان ته د اروپايي ټولني د گډو ارزښتونو یادونه وکړه. دده په خبره دغه ارزښتونه د ټولني د ټولو غړو له پاره اعتبار لري.
د جنوبي کوریا پر پخواني جمهوررييس اقامه دعوه سوې ده
د جنوبي کوریا پخوانی جمهوررييس لي ماینگ پارک مجبوره دی د ادادي فساد او له قدرت څخه د سؤ استفادې په تور د محکمې په مخکي جواب ووايي. دوې نیمي اوونۍ د ده تر بندیگرت وروسته لويي څارنوالۍ پر دغه ۷۶ کلن باندي په مجموعأ ۱۶ نقطو کي اقامه دعوه وړاندي کړې ده. پرلي باندي د نورو ترڅنگ تور لگیدلئ دی، چي د ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۳م کال پوري یې د جمهوري ریاست د مقام پرمهال په ميلیونو پیسې رشوت اخیستئ دی.
د کیم او ترمپ شخصي لیدنه کتنه ډیره ممکنه ده
د رسنیو د معلوماتو پراساس د امريکا د جمهوررئيس دونالد ترمپ او شمالي کوریا د واکمن کیم یونگ اون ترمنځ د شخصي لیدني کتني احتمال ډیر دی. د«وال ستریت ژورنال» په حواله د پیونگ یانگ او واشنگټن رهبرۍ ډاډ ورکړی دی چي د دواړو مشرانو د یوې ممکنه لیدني کتني پرمهال به د شمالي کوریا د اټومي وسلو پرله منځه وړلو او کمیدلو باندي هم خبري وسي.
د جرمني صادرات رالویدلي دي
د جرمني صادرات په فبرورۍ میاشت کي دونه رالویدلي دي چي له ۲۰۱۵م کال راهیسي سارئ نه لري. لکه څرنگه چي په ویسباډن کي دولتي مرکزي احصایې خبر ورکړی دی، د جرمني صادرات د تیري میاشتي په تناسب ۳،۲ فیصده راکم سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي تحلیگرانو ددې برعکس د ۰،۴ فیصده ودي اټکل کړی ؤ، تر ټولو دمخه د اروپايي ټولني د دباندي هیوادو سره په تجارت کي.
د معلمانو اتحادیه تر ۱۴ کلنۍکښته شاگردانو له پاره د حجاب ممانعت پلوي کوي
د جرمني د معلمانو او ادغامیدو اتحادیې د نوردراین ویستفالن د ایالتي حکومت د هغو ملاحظاتو هرکلی کړی دی چي پراساس يې تر ۱۴ کلنۍکښته شاگردانو دپاره دحجاب ممانعت غواړي. د الماني معلمانو د اتحادیې رییس المانی ورځپاڼي «بیلډ» ته ویلي دي، چي دا به تر ۱۴ کلنۍکښته شاگردانو له پاره د مذهبي دلایلو پراساس د تبیض او ازار په راکمیدو کي کومک وکړي.