مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د هسپانیا څارنوالۍ د کاتلونیا دبیلتون غوښتونکو دنظارتي بند غوښتنه وکړه
د هسپانیا لويي څارنوالۍ د کاتلونیا د بیلتون غوښتونکو منحل سوي حکومت د غړو د تعلیقي بند غوښتنه وکړه. دغه غوښتنه په اول قدم کي د حکومت د۹ غړو له پاره اعتبار لري ، چي بایدد مادرید په یوه محکمه کي حاضر سوي وای. خود کاتلونیابرطرفه سوی صدراعظم فوج دِ مون د انتظار سم هلته حاضر نه سو. دئ اوس هم په بلجیم کي دی او ممکنه ده ، چي د هسپانیې قضأ پرده باندي د اروپايي حبس یو حکم صادر کړي.
د برما صدراعظمې سان سوچي د روهنگیا له سیمي څخه لیدنه وکړه
دبرما صدراعظمې سان سوچي د روهنگیا ناارمي سیمي ته سفر کړی دی. دا د برما د شمالي ایالت څخه د یوه دولتی لوړ رتبه مشر لمړنئ سفر دی ، په کوم کي چي حکومتي قواوي د روهنگیا اقلیت مسلمانو په مقابل کي د زور او تشدد څخه کار اخلي. ددغه لنډ سفر څخه د هغه ترمخه خبر نه ؤ ورکړل سوئ. د نوبل د سولي جایزې دغه گټونکې ډیر وخت په دغه مسأله کي چپ پاته ول او له دې کبله تر نړیوالو سختو انتقادونو لاندي راغله.
شټاین مایر په سنگاپور کي د غربي دیموکراسۍ د ماډل غوښتنه وکړه
د المان جمهوررييس فرانک والټر شټاین مایر د سنگاپور څخه د خپلي لیدني پرمهال د غربي دیموکراسۍ د موډل د تطبیقولو غوښتنه وکړه. هغه وویل ، چي دیوې جامعې له پاره دا ښه ده، چي مخالف نظریات هم واوریدل سي او نه داچي د هغوی پر خوله په اصطلاح پلستر ورولگول سي. شټاین مایر اضافه کړه، چي په هره اندازه چي په سیاست او اقتصاد کي د خلگو برخه ډیره او پراخه وي ، په هغه اندازه دډیر وخت له پاره یوه جامعه بریالۍ هم وي.
د نیویارک د برید دشکمن کس له پاره د جزأ غوښتنه
د امريکاد متحده ايالاتو لويي څارنوالۍ دنیویارک د حملې دشکمن کس پرضدد تروریزم په خاطر له محکمې څخه هغه ته د جزأ غوښتنه کړې ده. د څارنوالۍ په اقامهء دعوی کي راغلي دي، چي ۲۹ کلن ازبک قصدأ خپل موټر د بایسکلانو لاري ته وراړولئ دی. د محکمې د اسنادو څخه معلومیږي، چي هغه قصدأ د جمعې دورځي د هېلوین میله انتخاب کړې وه، ځکه چي غوښتل یې ډیر خلک په قتل ورسوي.
ویلیمسن د بریتانیا د نوي دفاع وزیر په توگه
د جنسي ازار په تور دانګلستان ددفاع د وزیر مایکل فالون تر استعفأ وروسته صدراعظمې تیریزا مې اوس جېوین ویلیمسن دنوي دفاع وزیر په توگه تعین کړی دی. ویلیمسن تراوسه پوري دبریتانیې په پارلمان کي د مې د محافظه کاره توریس گوند د فراکسیوني انظباط مسؤل ؤ. مخکني دفاع وزیر فالون پرون چهارشنبه ماښام هغه وخت استعفأ ورکړه، کله چي وویل سوه ، هغه په ۲۰۰۲ م کال کي د یوې ژورنالسټې خدمتگاره څو واره جنسي ازار کړې ده.
وینزویلا: د انفلاسیون پرضد ۱۰۰۰۰۰ گون بانکنوټونه چاپیږي
په نړی کي د ترټولو سخت انفلاسیون پرضد په مبارزه کي د وینزویلا جمهوررييس نیکولاس مادورو غواړي ۱۰۰۰۰۰ ایز بانکنوټونه چاپ کړي. مادورو د کابینې په یوه غونډه کي ددغه ډول بانکنوټونو یوه کاپي معرفي کړه. په دې ډول سره به له دې څخه مخنیوی وسي، چي خلک په وینزویلا کي ډیري پیسې د ځانونو سره انتقال کړي. خو د تور بازار د نرخ له مخې ددغو نوو ۱۰۰۰۰۰ ایزو بانکنوټونو ارزښت اوس هم تر دوه یورو اضافه نه دی.