مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
ایران غواړي خپل راکټي پروگرام ته دوام ورکړي
د امريکا پرانتقادونو سربیره د جمهوررييس حسن روحاني په خبره ايران د خپلي دفاع پخاطر د راکټونو جوړولو پروگرام ته ادامه ورکوي. روحاني په پارلمان کي د خبرو پروخت وویل، چه دا د بين المللي موافقتانامو خلاف عمل نه دی. د نړیوالي اټومي انرژۍ دسازمان IAEO په حواله ایران خپل هغه مکلفیتونه ادأ کوي، کوم چي ددغه هیواد سره د اټومي تړون په چوکاټ کي سوي دي. خو د امریکا جمهوررييس دونالد ترمپ ددغه تړون مخالف دی
په ترکیه کي د داعش شکمن پلویان بندیان سوي دي
د ترکيې دپولیسو په حواله هغوی په انقره او استانبول کي تر۵۰ اضافه د اسلامی دولت ډلي طرفدران بندیان کړي دي. ترکي دولتي خبري آژنس رپوټ ورکړی دی، چي ځینو شکمنو کسانو نن یکشنبه « د جمهوریت د ورځي» په مناسبت حملې پلان کړي وې. د پولیسو په حواله د هغوی څخه یو پخپله جوړ سوئ بم او د بم جوړولو مواد ضبط سوي هم دي. ترکیه نن د مصطفی کمال اتاترک پواسطه دجمهوریت د اعلانیدو ۹۴ کلیزه لمانځي.
سومالیا: پریوه هوټل باندي په برید کي ډیر کسان وژل سوي دي
د سومالیا په پایتخت موگادیشو کي پریوه هوټل باندي په حمله کي حداقل ۲۵ انسانان وژل سوي دي، چي په جمله کي یې پولیس، د هوټل کارکونکي او میلمانه هم شامل وه. د «ناسا هابلود ۲» پرمشهوره هوټل باندي تر دوو موټر بمي چاودنو وروسته مسلحو کسانو پرهغه باندي هجوم وروړئ. هوټل د امنیتي قواوو سره ترتقریبأ لس ساعتونو متقابلوفیرونو وروسته ونیول سو. ددغي حملې مسؤلیت د الشباب افراطي ډلي پرغاړه اخیستی دی
د عراق د کردستان مشر بارزاني نه غواړي پرقدرت باندي پاته سي
د عراق د شمال د کردانو د خودمختاري سیمي مشر مسعود بارزاني د رسنیو په حواله نه غواړي یوې بلی دورې ته ځان کاندید کړي. د رويټرس او الماني خبري آژانسdpa په حواله دغه ۷۱ کلن اعلان کړی دی، چی ددغي میاشتي په آخره کي د جمهوري ریاست ددورې تر ختمیدو وروسته نور نه غواړي ځان کاندید کړي.
په زرهاوو کسانو په بارسیلونا کي د هسپانیې دوحدت په خاطر مظاهرې وکړې
د کاتلونیا په پایتخت بارسیلونا کي د بیلتون غوښتونکو په زرهاوو مخالفینو د هسپانیې دوحدت او یووالي پخاطر مظاهرې وکړې. هغوی د «وي وا هسپانیې» تر شعار لاندي د ښار په مرکز کي سره راټول او د هسپانیې بیرغونه یې د ځانو سره انتقالول. ددې برعکس بیا د هسپانیې څخه د استقلال غوښتني طرفدرانو د مرکزي حکومت لخوا دکاتلونیا د حکومت د برطرفه کولو پرضد د یوې لويي مظاهرې د دایرولو څخه تراوسه پوري ډه ډه کړې ده.
د ایستلنډ ترپارلماني انتخاباتو وروسته د حکومت جوړول سخت سوي دي
تر پارلماني انتخاباتو وروسته په ایستلنډ کي د حکومت جوړول نور هم سخت سوي دي. داچي څوک به پردغه هیواد باندي په راتلونکي کي حکومت کوي، معلومه نده. ځکه لږتر لږه درې حزبونه باید یو اییتلافي حکومت جوړکړي. اوسني حکومت د یوې رسوايۍ له کبله په پارلمان کي خپل اکثریت د لاسه ورکړی ؤ او مجبوره ؤ پارلماني انتخابات د سره دایر کړي. خوتر انتخاباتو وروسته یوه حزب هم لازم اکثریت په لاس ندی راوړی.
د «هېروارټ» باد وطوفان جرمني ته سخت تاوانونه پيښ کړي دي
د «هېروارټ» په نامه سخت باد وطوفان دجرمني په ډیرو برخو کي سخت تاوانونه رامنځته کړي دي. په برلین کي اضطراري حالت اعلان سوی او په هامبورگ کي بیا خلگ په سختۍ سره دباندي راوتلای سوای. د جرمني په شمال کي ریلونو خپل تگ راتگ د مؤقت وخت دپاره قطع او ډیر سړکونه د چپه سوو ونو له کبله بند سوي دي. ډیر خلگ زخمیان سوي هم دي. په پولینډ او چک جمهوریت کي بیا ددغه باد وطوفان په سبب درې انسانان وژل سوي هم دي.