مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
هسپانیې د کاتلونیا صدراعظم برطرفه کړ
د هسپانیې مرکزي حکومت لکه څنگه چي یې اعلان کړی ؤ، د کاتلونیا حکومت برطرفه کړ. د حکومت دغه فیصله په رسمي جریده کي نشر او پدې ډول سره نافذه سول. د هسپانیې صدراعظم راخوی د کاتلونیا د صدراعظم فوج دِ مون صلاحیتونه خپل ځانته واخیستل. ده همدارنگه د بارسلونا پارلمان منحل او نوي انتخابات یې اعلان کړل. دبلي خوا بیا داستقلال غوښتني طرفدارو سیاستمدارانو د کاتلونیا د حکومت څخه د متقابلو تدابیروغوښتنه کړې ده.
امريکا د روسيې پرضد د نوو اقتصادي تعزیرات لست خپور کړ
تر هغه وروسته چه د امريکا کانگرس دروسيې پرضد نوي اقتصادي تعزیرات تصویب کړل، ددغه هیواد حکومت هم دهغو ۳۹روسي شرکتونو لستونه نشر کړل ، چه ادعا کیږی د روسيې د استخباراتي ادارې او دفاعي سکټور سره ارتباط لري. لکه چه دامريکا خارجه وزارت خبر ورکړی دی، په هغوکي د نورو تر څنگ د "الماز انتئیی" دنظامي تجهیزاتو لوی شرکت او د کلاشینکوف جوړولو مشهوره شرکت شامل دی.
د امریکا په انتخاباتو کي د روسيې د ممکنه اغیزي په رسوایۍ کي لمړنی اقامهء دعوه
د امريکا د جمهورري ریاست په تیرو انتخاباتو کي د روسيې داحتمالي تأثیر د رسوایۍ په موضوع کي لمړنۍ اقامهء دعوی رامنځته سوې ده. لکه څنگه چي ټلویزیوني چینلCNN رپوټ ورکړی دی، ددغي قضیې خاص پلټونکي روبرت مویلر لمړنئ اقامهء دعوې ته تیاری نیولی دی، چي دمخه لا د واشنگټن د یوې محکمې د ژوري هییت لخوا ورته اجازه ورکول سوې ده. په دې اساس نو کیدلای سي ، د راتلونکي دوشنبه په ورځ لمړنی نیونه ترسره سي.
د ایکوادور د جمهوررييس د معاون د لیري کیدوغوښتنه کیدو
د ایکوادور ستري محکمې د جمهوررييس د معاون جورج گلاس د برطرفه کیدو مشوره ورکړې ده. د پلټونکي هییت په یوه رپوټ کي راغلي دي، چه گلاس د امازون د ساحې د تیلو د استحصال په تدارکاتو کي اختلاس کړی دی. خو دقدرت څخه دده دلیري کیدو په باب فیصله باید پارلمان وکړي. گلاس دهمدا اکتوبر په سر کي لا د اختلاس په یوه قضیه کی بندي دی.
ایستلنډیان نوئ پارلمان انتخابوي
د یوه کال په جریان کي ددوهم وار دپاره نن شنبه ایستلنډیان په رامخته سوو پارلماني انتخاباتوکي برخه اخلي. د ایستلنډ صدراعظم بیاتني بینیډیک څون یوه میاشت دمخه پارلمان هغه وخت منحل کړ، کله چي یې منځني-ښئ اړخي اییتلاف د یوې رسوایۍ له کبله خپل اکثریت د لاسه ورکړ. د یوې تازه نظرپوښتني پراساس د بینیډیک څون محافظه کار حزب د چپي-زرغون غورځنگ سره دمساوي رایي اخیستلو چانس لري.
د اییتلافي حکومت د خبرو د ناکامۍ په صورت کي د نوو انتخاباتو غوښتنه
د جرمني د اتحادي حزبونو، زرغونیانو او لیبرال دیموکراټانو ترمنځ د اییتلافي حکومت دجوړولو پرسر د روانو خبرو د ناکامۍ په صورت کي اپوزیسوني حزب، سوسیال دیموکراټانو د نوو پارلماني انتخاباتو ددایریدو غوښتنه کړې ده. ددغه حزب مشر شولڅ د فونکه په نامه میډیا ته ویلي دي، چي سوسیال دیموکراټان به نور په لوی اییتلافي حکومت کي برخه وانه خلي او حزب به یې په اپوزیسون کي پاته سي.