مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د شمالي کوريا د زلزلې علت لا معلوم ندی
په شمالي کوريا کي یوې زلزلې د یوه بلي اټومي ازمویني د سرته رسولو اندیښنې راپورته کړي دي. د چین ددولتي خبري آژانس شین هوا په حواله د زلزلې مرکز د شمالي کوريا د اټومي ازموینو ددستگاوو سره نژدې ؤ. دغه آژانس د یوې چاودني څخه خبره کړې ده. بیا د جنوبي کوريا د هوأ پيژندني انستیتوت ددې برعکس هغه یوه طبیعي زلزله بللې ده اووايي ، چه دهغه په هکله به نور تحقیقات هم وکړي.
چین پرشمالي کوريا باندي بندیزونه شدیدوي
چین پرهمسایه شمالي کوريا باندي د بندیزونو د شدیدولو اعلان کړی دی. لکه څنگه چي په پیکینگ کي د تجارت وزارت اعلان کړی دی، د راتلونکي اکتوبر څخه به شمالي کوريا ته د تصفیه سوو تیلو صادرات محدود او دگازو صادرات به د همدا اوس څخه بندکړي. په عین حال کي د شمالي کوريا څخه د ټوکرانو واردات هم سمدستي متوقف سول. چین غواړي پدې ډول سره دامريکا په فشار د ملگرو ملتو د امنیت د شورا لخوا وضع سوي بندیزونه تطبیق کړي.
ایران د متوسطي فاصلې یو راکټ ازمویلی دی
د اټومي تړون پر سر دامريکا دمتحده ايالاتو سره د تاوتریخوالي د ډیریدو په منځ کي ایران د خپلو معلوماتو پراساس یو نوئ د متوسطي فاصلې راکټ امتحان کړی دی. دولتي ټلویزون دخرم شهر په نامه دغه راکټ پورته کیدل او پرواز ښکار کړ، کوم چي د رپوټونو پراساس ۲۰۰۰ کیلومتره فاصله وهلئ او هم ډیري سرگولې انتقالولئ سي. خو داچي دغه ازموینه څه وخت تر سره سوې ده، معلومه نده.
په جرمني کي انتخاباتي مبارزه پای ته ورسیده
د جرمني د پارلماني انتخاباتو په هکله وروستیو نظرپوښتنو دمسيحي دموکراټانو او سوسيال مسيحيانو مخته والئ تایید کړی ، خو بیا به هم د ۲۰۱۳ م کال په مقایسه ډیري رايي د لاسه ورکړي. سوسيال ډيموکراټان به سخته تاریخي ماته وخوري او عوام پاله ښئ اړخه گوند- AfD به د صفر څخه راپورته او په پارلمان کي دریم قدرت وگرزي. د جرمني ټولو حزبو د خپلو وروستیو لویوغونډو پرمهال یوواربیا د خلگو څخه د رایو ورکولو هیلي وکړې.
بالي: د اورغورځونکي غره د لاوا راوتلو څخه بیره
د اندونیزیا په تفریحي جزیره بالي کي د هواپیژندني د ادارې په حواله د مونت آگونگ د اورغورځونکي غره څخه به ډیر ژر اورونه(لاوا) راووزي. ددغي ادارې منطقوي آمر گیدا ساونتیکا ویلي دي، چي هلته حالت د تشویش وړدی. د بالي د جزیرې دغه ۳۰۰۰ متره لوړغر د ورځو راهیسي په فعالیت باندي شروع کړې ده. د اورغورځونکي غره سره نژدې تر ۱۴۰۰۰ اضافه اوسیدونکي باید سمدستي خپل کورونه پرې ایښي او د امن ځایو ته تللي وای.
مکسیکو: تر زلزلې وروسته د ژوندي پاته سووکسانو چانس لږ دی
د مکسیکو تر سختي زلزلې درې ورځي وروسته ژغورونکې عمله په مکسیکو سیټي کي تر خرابو لاندي دلږ ژوندي پاته سوو کسانو چانس ویني. کارپوهان وايي، چي انسانان نسي کولای د نړیدلو تعمیرو ترخرابو لاندي تر ۷۲ ساعته اضافه ژوندي پاته سي. ښارول میگول اېنگل مانسیرا وویل، چي د خرابو څخه د راوتلو کارو ته به په ټوله قوت سره تر اخري لحظې پوري دوام ورکړي. د مکسیکو د قربانیانو تعداد په دې منځ کي ۲۹۳ کسانو ته لوړ سوی دی.