مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په چارلټسویل کي ښئ اړخو درې کسان وژلي دي
د امريکا د ویرجنیا په ایالت کي د تندلارو ښئ اړخو په یوه مارش کي تشددرامنځته سوئ دی. یوه تندلاري پرون ماښام د خپلو مخالفینو پریوه مظاهره باندي موټر ورگډ اودرې کسان یې ووژل. فدرالي پولیسو- FBI اوس ددغي قضیې تحقیقات شروع کړي دي. ددې دمخه هم په چارلټسویل کي د تندلارو ښئ اړخواو مخالفو مظاهره کونکو ترمنځ د تشدده ډک کشمکشونه رامنځته سوي وه. د مظاهرې ځای ته نژدې د پولیسو یوه هلیکوپتر هم سقوط وکړ.
ترمپ غواړي د چین تجارتي سیاست ارزیابي کړي
د امريکا جمهوررييس دونالد ترمپ غواړي سبا دوشنبه په واشنگټن کي د چین د تجارتي معاملاتو اوسیاست په باب د تحقیقاتو رسمي امر ورکړي. د عالي رتبه مامورینو په حواله به ترمپ ددې کار دپاره خپل د تجارتي مسایلو لوی نماینده روبرت لایت هیتڅر ته وظیفه وسپاري. د تحقیقاتو اصلي تمرکز به د تکنالوژۍ د انتقال او معنوي ملکیت غلأ ته متوجه وي او د اثبات په صورت کي کیدلای سي پرچینايي مالو باندي لوړ گمرکي محصولات وضع سي.
وینزویلا پرترمپ باندي ددغه هیواد د بې ثباته کولو تور لگولئ دی
د وینزویلا حکومت پر جمهوررييس دونالد ترمپ باندي تورلگولی، چي غواړي د جنوبي امریکا دغه هیواد بې ثباته کړي. د وینزویلا خارجه وزیر یورگ آریزا ویلي دي ، داچي ترمپ ویلي دي، په وینزویلا کي دیوې نظامي مداخلې امکان نه ردوي، په حقیقت کي دې ته متوجه دی، چي لاتینه امریکا او کاربیک یوه بحران ته ورداخله کړي.د امريکا لخوا په وینزویلا کي د یوې نظامي مداخلې دامکان خبره د منطقې نورو هیوادونو هم رد کړې ده.
د ایران پارلمان د راکټي پروگرام دپاره لوړه بودجه تصویب کړه
د امریکايي بندیزونو په عکس العمل کي د ایران پارلمان ددغه هیواد د راکټي پروگرام دپاره لوړه بودجه تصویب کړه. لکه څنگه چي د پارلمان رییس علي لاریجاني خبر ورکړی دی، وکیلانو ددغه پروگرام د نور انکشاف او ایران دسپاه انقلاب گارد د تقویې پخاطر۵۲۰ ملیونو ډالرو اضافي بودجه تصویب کړه . لاریجاني ویلي دي ، چه دغه اقدامات په منطقه کي د« امريکا دمتحده ايالاتو دتروریسټي او ماجراجویانه عملیاتو»پرضد وضع سوي دي.
په کینیا کي وضع بیرته عادي کیږي
تر خونړیو اخوډبونو وروسته په کینیا کي وضع بیرته کرارکرار عادي کیږي. د احتجاجو د مرکز ، پایتخت نایروبي او هیواد د غرب څخه تیره شپه د لويو پيښو او کشمکشو خبر ندی ورکول سوی. په تیرو دواړو ورځو کي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي د ناکامه سوي اپوزیسوني رهبر ریالا اوډینگا او پولیسو ترمنځ د تشدده ډک اخوډبونه رامنځته سوي وه. د هغه علت د جمعې په ورځ د برحاله جمهوررييس اوهورو کینیاتا بیرته کامیابه کیدل ؤ.
خیریه سازمانونه په مدیترانه کي نور د ژغورني عملیات سرته نه رسوي
دوه بین المللي خیریه سازمانونه غواړي په مدیترانه کي د لیبیا د ساحل مخته خپل د ژغورني عملیات بند کړي. د بې سرحده ډاکټرانو د سازمان تر اعلان وروسته اوس د سي آی- Sea Eye سازمان هم اعلان کړی دی، چي غواړي هلته د مؤقت وخت دپاره په اوبو کي د غرقیدو سره مخاخ مهاجرینو سره نور کومک ونه کړي. دغه سازمان اعلان کړی دی، چي هلته په امنیتي حالت کي تغیر راغلئ دی او دوی نسي کولای خپل فعالیتونه په سم ډول پرمخ بوزي.
نیپال: د سختو بارانو او سیلابو له کبله ډیر انسانان وژل سوي دي
په نیپال کي د سختو بارانو او مځکي ښویدنو په سبب حداقل ۴۷ انسانان وژل سوي دي. د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی ، چي ۲۰ کسان نور ټپيان سوي او په زرهاوو بې کوره سوي دي. ددې دمخه د سختو منسوني بارانو له کبله د نیپال رودونه ډک سوي وه او سیلابونه یې رامنځته کړي وه. د سیلابو په نتجه کي مځکي ښویدني هم رامنځته سوي دي