مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
چین په نظامي رسمي گذشت سره خپل قدرت ښکاره کړ
چین د یوه نظامي رسمي گذشت په تر سره کیدو سره د ولسي اردو د تأسیس ۹۰ مه کلیزي ولمانځله. جمهوررييس شي جین پینگ په دغه رسم گذشت کي ، چي د پیکینگ څخه ۴۰۰ کیلومتره لیري د چین د منگولیا په یوه نظامي قرارگاه کي تر سره سوه، په نظامي یونیفورم کي راښکاره سو. دولتي رسنیو په هغه کي د ۱۲۰۰۰ عسکرو او په سلهاوو نظامي طیارو او موټرانو د اشتراک خبره کړې ده. سږکال د اردو کلنۍ بودجه ۱۴۲ ملیارډه یورو تعین سوه.
جرمني: په فیرونو کي دوه کسه وژل سوي دي
د جرمني د جنوب غرب د ښار کونستانس په يوه ډِسکو کي د فیرونو په نتیجه کي یوکس وژل سوئ او څلور نور ټپیان سوي دي. د پوليسو او څارنوالۍ د معلوماتو پراساس پردې سربیره پخپله شکمن مجرم هم وژل سوی دی. پلوټونکي په دې منځ کي گمان کوي ، چي دغه ۳۴ کلن عراقي عامل په تنهايي سره عمل کړی دی. د پوليسو یوه ویاند الماني ټلویزوني کانال- n-tv ته ویلي دي، چي تر اوسه پوري داسي شواهد موجود ندي ، چه دا دي یو ترهگري عمل ؤ.
د دفاع وزيره فون دیر لاین مالي ته تللې ده
د جنگي هلیکوپتر تر لویدو فقط څو ورځي وروسته د دفاع وزيره اورزولا فون دیرلاین د مالي په گااُو ښار کي د خپلو عسکرو قرارگاه ته رسیدلې ده. د تیري چارشنبې په ورځ د هلیکوپتر په لویدو کي دوه الماني عسکره ووژل سوه. تر اوسه پوري د هلیکوپتر د ویشتلو شواهد موجود ندي . په مالي کي د ملګروملتو ماموریت داسي یو رپوټ خپور کړی دی، چي د هلیکوپتر تخنیکي خرابۍ ته اشاره ورکوي.
مهاجرين د یوې یخچالي لارۍ څخه ژغورل سوي دي
په فرانسه کي په یوه یخچالي لارۍ کي ۲۶ مهاجرين پیدا سوي دي، چي په منځ کي یې یو کوچنئ هم ؤ. لکه څنگه چي ژغورنکي عملې خبر ورکړی دی، دغه دوه کلن د یخ وهل کیدو په شک روغتون ته استول سوی دی. ددغو معلوماتو پراساس لارۍ د بلجیم سره په سرحدکي د فرانسې د یوه کوچني ښار د کښتیانو په یوه ترمینل کی کشف سوې ده.د مهاجرينو اصلي هدف انگلستان ته رسیدل وه.
داقلیم ساتني وزیر د موټر جوړولو شرکتونو څخه د عمل غوښتنه وکړه
د ډیزلي موټرانو د بحران په موضوع کي د جرمني د حکومت غړي دموټر جوړولو شرکتو څخه د لاډیر مکلفیت اخیستلو غوښتنه کړې ده. داقلیم ساتني وزیر ویلي دي ، چي شرکتونه باید د لاسه تللئ اعتماد بیرته رامنځته او تر سره سوي اشتباهات اصلاح کړي. د وزیر په خبره د موټرانو د مضره گازونو د تولید د رسوايۍ په سبب نه یوازي د موټر جوړولو د شرکتو پرستیژ ته تاوان رسیدلی دی ، بلکه د ټوله ولسي اقتصاد دپاره هغه یو خطر دی.
په وینزویلا کي د لانجمني مؤسسي شورأ انتخابات شروع سول
ددغي شورأ د ۵۴۵ چوکیانو دپاره ۵۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړی دي. دغه شورأ به بیا د ۱۹۹۹ م کال اساسي قانون کي اصلاحات راولي. اپوزيسون ددغو انتخاباتو د تحریم غوښتنه کړې وه او د حکومت لخوا د مظاهرو پر ممانعت سربیره یې د خپلو پلویانو څخه د احتجاجونو د سرته رسولو غوښتنه کړې وه. هغوی پرجمهوررييس نیکولاس مادورو باندي تور لگوي ، چي غواړي په مؤسسه شورأ کی خپل خلگ راولي، تر څو خپلي دیکتاتورۍ ته دوام ورکړي.
پر چین او تایوان باندي د «نیسات» باد وطوفان ورروان دی
د سختو بارانو سره ملگرئ د «نیسات» په نامه باد وطوفان د چین د جنوب شرق ولایت فوجیان ته رسیدلی دی. دلته تقریبأ ۷۰۰۰۰ انسانان د امن ځایونو ته انتقال سوي دي. ددې دمخه دغه حاره اي باد وطوفان پر تایوان باندي هم تیر سوئ ؤ او د ډیرو تاوانو د رامنځته کیدو سبب سوئ ؤ.