مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
دمهاجرو او پناه غوښتونکو اداره دافغانانو پردوسیو باندي کار نه کوي
د جرمني دمهاجرینو او پناه غوښتونکو فدرالي ادارې د خپلو معلوماتو پراساس دافغانانو په باب د پناهنده گۍ تصامیم مؤقتأ ځنډولي دي. دغه خبر د فونکه په نامه رسنیو گروپ ورکړی دی. ددې کار علت په افغانستان کي تازه وروستۍ حملې ښول سوي دي. ددې خاطره دغه اداره اوس د افغانستان د امنیتي وضعي په هکله د جرمني د حکومت نوي ارزیابۍ ته انتظار کوي او داوس دپاره د پناهدگانو پر دوسیو باندي کار نه کوي.
دوستانو او سیاستوالو دهلموت کول سره د خدای په اماني وکړه
د ویر په تاریخي مراسمو سره اروپا د مړه سوي پخواني صدراعظم هلموت کول سره د خدای په اماني وکړه. داروپا د اتحادیې لوی کمیسار ژان کلود یونکر په ستراسبورگ کي د اروپا په پارلمان کي وویل، چي کول یو المانئ وطن پرسته ؤ، خو هغه یو اروپايی وطن پرسته هم ؤ. صدراعظمي انګيلا ميرکل کول ته د یوه لوی پله خطاب وکړ ،چه اوس باید راتلونکي نسلونه د هغه میراث وساتي.
استونیا د اروپايي ټولني د شورا ریاست پر غاړه واخیستئ
استونیا ددغي شنبه ورځي څخه د شپږو میاشتو دپاره د اروپايي ټولني د شورا ریاست پر غاړه لري. د بالتیک دغه هیواد د مالټا څخه د ۲۸ غړو هیوادو ریاست پر غاړه واخیستئ. استونیاغواړي د خپل ریاست په موده کي ډیجیتالي اقتصاد نور هم تقویه او پکښی به په سپتمبر کي د اروپايي ټولني سرمشریزه هم جوړه سي. د اروپايي ټولني د شورا ریاست په هرو شپږو میاشتو کي تبدیلیږي او نوبت بل غړي هیواد ته رسیږي.
په زرهاوو هانکانگیانو د دموکراسۍ پخاطر مظاهرې وکړي
دډیري دموکراسۍ په غوښتني سره په زرهاوو هانکانگیانو په یوه لوی مارش کي برخه واخیسته. چین ته د برتانیې ددغي پخوانۍ مستعمرې د بیرته ورکولو د ۲۰ کلنۍ په مناسبت دغه مظاهرې په دغه تر یوه حده پوري خودمختاره حکومت کي په حقیقت کي د پیکینگ د مخ پرډیریدونکي نفوذ پرضد یوه نخښه هم ده. ډیرو مظاهره کونکو د هانگ کانگ دبیرته سپارلو په مناسبت د چین د جمهوررييس شي جینگ پینگ د بیانیې په مقابل کي خپله کرکه ښکاره کړه.
جرمني: دعدلیې وزیر د G20 سرمشریزي پروخت مظاهره کونکو ته اخطار ورکړ
په راتلونکې اونۍ کی په هامبورگ کی د G20 د سرمشریزي پروخت د عدلیې وزیر هایکو ماس تشدد ته اماده مظاهره کونکی په عدلي تعقیب باندي تهدید کړه. ماس یوې المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي، چي زموږ اساسي قانون سوله ایزو مظاهرو ته اجازه ورکوي، خو څوک چي دا گمان کوي ، چی د G20 سرمشریزه باید د اله گولو او تشدد سره ملگرې وي، هغه ته د هیڅ ډول مظاهرې حق نه ورکول کیږي.
اروپايي ټولني د چین مدني فعال، لیو ته د سفر د اجازې غوښتنه کړې ده
اروپايي ټولني د چين څخه په ښکاره الفاظو سره غوښتنه کړې ده، چي په سرطان اخته سخت مریض،مدني فعال لیو شیابو ته د سفرامکانات برابر کړي. د اروپايي ټولني د خارجي مسایلو مسؤلي فدریکا موگریني په بروکسل کي وویل، چي اروپايي ټولنه د چین د ولسي جمهوریت څخه انتظار لري ، چي هغه ته ژرترژره د بشري دلایلو پراساس اجازه ورکړي ، چی د تداوۍ پخاطر د چین په داخل او یا تر هغه دباندي سفر وکړي.