مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
جرمني د ترکیې څخه ډیر مهاجر مني
د ترکیې سره د اروپايي ټولني د قرارداد په چوکاټ کي جرمني تراوسه پوري اکثره مهاجرین اخیستي دي. دغه رپوټ د «راینشه پوست» ورځپاڼي دداخله وزارت په حواله ورکړی دی. د تقریبأ ۴۹۰۰ مهاجرینو د جملې څخه چي د تړون پراساس باید اروپايي ټولني ته راواستل سوي وای، تقریبأ۱۸۰۰ یې جرمني ته راغلي دي. ترهغه وروسته هالینډ ۱۰۰۰،فرانسې ۷۰۰او فنلنډ ۴۰۰ مهاجر اخیستي دي. په آینده کي به د میاشتي تر ۵۰۰ تنو پوري راانتقال سي.
د شاهين پرقول اردو د حملې قربانیان ۱۴۰تنو ته لوړ سول
د افغانستان په شمال دمزار شریف پرشاهين قول اردو باندي په حمله کي د وروستیو رسمي ارقامو پراساس د وژل سوو عسکرو تعداد لږترلږه ۱۴۰ تنو ته لوړ سوی دی. يوه امریکايی ویاند ویلي دي، چي پردغي فرقې باندي حملې څوساعته دوام وکړ او حالت د ماښام خواته تر کنټرول لاندي راغی. په کابل کي ددفاع دوزارت په حواله طالب جنگیالي قول اردو ته په نظامي یونیفورم سره ورننوتلي وه. په مزارشریف کی المانئ پوځ هم مستقر دی.
په ۲۰۱۶ م کال کي د ناټو جنگي طیارو ډير پروازونه کړي دي
د ناټو دجنگي طیارو دپاره په ۲۰۱۶ م کال کي دونه د خطر زنگ وهل سوی او پروازونه یې کړی دي ، چي د ساړه جنگ تر ختمیدو وروسته یې سابقه نه درلوده. د ناټو یوه ویاند الماني خبري آژانس-dpa ته ویلي دي، چي د اروپا د نظامي مقر څخه د روسي الوتکو د مراقبت پخاطر تقریبأ ۸۰۰ پروازونه ترسره سوي دي. په ۲۰۱۵ م کال کي لا د جرمني درامشټاین د اډې څخه دغه پروازونه د هغه نیمايی وه.
جرمني:د مهاجرینو مخالف گوند د خپلي مشرې عریضه ونه منله
په کولون کي د جرمني د الترناتیفي گوند- AfD کنگره نه غواړي دراتلونکي ستراتیژۍ په باب د خپلي مشري فراوکه پېتري غوښتنلیک ته رایه ورکړي. د کنگرې ۶۰۰ نمایندگانو په لوی اکثریت سره تصمیم ونیوی، چي دغه عریضه دي په اجنډا کي نه شاملیږي. پیتري غوښتل حزب ته یوه عملي سیاسي تگلاره پیشنهاد کړي. په همدې حال کي په کولون کي د AfD د کنگرې پرضد په زرهاوو کسانو ددغه ښی اړخي عوام فریبه گوند پرضد مظاهرې وکړې.
دعلم او ساینس د آزادۍ دپاره په ټوله نړی کي مارشونه
د دنیا د تر ۶۰۰ اضافه ښارونو کي په زرهاوو خلگ غواړي نن شنبه د علم د ازادئ دپاره او جمهوررييس دونالد ترمپ پرضد مارشونه وکړي. د«مارش اف ساینس»په نامه اصلي مارش به په واشنگټن کي د سپیني ماڼۍ د مخ څخه تیر سي. فعالینو قصدأ د «اېرت ډې»یا «مځکي جهاني ورځ» انتخاب کړې ده، ترڅو د اقلیمی غورځنگو پواسطه د طبیعت اهمیت تقویه کړي. ددنیا په ډیرو ملکو کي دعلمی تحقیقاتو په مقابل کي سخت محدودیتونه موجود دي.
ددورتمونو پر ټیم باندي د حملې شکمن کس اقرار ندی کړی
ددورتمونو دفټبال د ټیم پربس باندي د حملې شکمن نیول سوي کس د جرمني دفدرالي جنايي ادارې په حواله دپيښي په هکله لا څه ندي ویلي. ددغی ادارې رییس هولگر موینش په الماني دوهم ټلویزوني کانال کي د «فوکوس» د مجلې هغه رپوټ رد کړ ، چي ویلي یې وه، شکمن کس خپل جرم منلی او اقرار یې کړی دی. ددغه ۲۸ کلن الماني- روسي پرضد ددې دمخه د بندیگرت حکم صادر سوی ؤ.
د بایسکل ځغلوني پخوانی ايټالوی گټونکی ووژل سو
د بایسکل ځغلوني پخوانی ايټالوی گټونکی میشیله سکار پوني په ساحلي ښار ادریا کي د یوې لارئ سره ټکر وکړ او مړ سو. دغه ۳۷ کلن په ۲۰۱۱ م کال کي د «گیرو» بایسکل ځغلوني د مسابقې قهرمان سوی ؤ.