مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
ستره محکمه: نوازشریف خپل کار ته دوام ورکولای سي
د پاکستان سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د«پانامه پېپرس» د رسوايي په ارتباط پرنوازشریف باندي د اداري فساد د لګیدلو تورونو د نوري لا ډیري څیړني فیصله وکړه. محکمې ویلي دي چې اوسني شواهد کافي نه دي چي پراساس دي شریف د وظیفې څخه په گوښه سي. په اسلام آباد کي د محکمې ددغي فیصلې په مقابل کي احتجاجونه رامنځته سول.
روسيې د ملګروملتو د اعلامیې د نه منلو تور رد کړی دی
د روسيې د ملګروملتو نمایندگۍ هغه رپوټونه رد کړي دي ، چي پراساس یې گواکي روسیې د امنیت په شورا کي د شمالي کوريا وروستۍ راکټي ازمویني غندل تحریم کړي دي. په ملګروملتو کي د روسيې دایمي نمایندگۍ ویلي دي، چي د امریکايي پلاوي لخوا اوسنۍ مسوده د هغوی د پخوانۍ مسودې سره تفاوت لري. د نوي مسودې څخه د کوریا د نیمه جزیرې د بحران د حل پخاطر خصوصأ د«خبرو اترو او ډیالوگ» موضوع ایستل سوې ده.
تیلرسن د ایران سره اټومي تړون یوه غلطي بولي
د امريکا خارجه وزير ریکس تیلرسون د غربي هیوادو او ایران تر منځ اټومي تړون باندي سخت انتقاد کړی دی. د هغه په خبره نوموړی تړون هغه هدف نه تر لاسه کوي، د کوم پراساس چي دغه اسلامي جمهوریت د اټومي بم د جوړولو څخه راوگرزوي. تیلرسن په واشنگټن کي وویل، چه په دې سره د ایران هغه هدف چي یواټومي قدرت وگرزي ، فقط ځنډیدلی دی. ددې دمخه تیلرسن ویلي وه، چي د امریکا حکومت د تهران سره پر اټومي تړون باندي غور کوي.
د ترکیې اپوزیسون غواړي د انتخاباتي کمیسون پرضد عمل وکړي
په ترکیه کي د اساسي قانون تر شخړه ایز ریفراندم وروسته ددغه هیواد تر ټولو لوی اپوزیسوني گوند، CHPغواړی د انتخاباتي کمیسون پرضد عمل وکړي. د حزب معاون بیولینت چیکان اعلان کړی دی، د ریفرانډم پرضد به دټولو امکاناتو څخه کار واخلي. CHP غواړي نن پنجشنبه تصمیم ونیسي، چي ایا د ترکیې د اساسي قانون محکمې او که د اروپا د بشر د حقوقو محکمې ته خپله دعوه وړاندی کړي.
کارپوهانو په سوريه کي د زهرجن ګاز استعمال تائيد کړی دی
د کيمياوي وسلو د ممانعت بين المللي سازمان OPCW ددې پخلی کړی دی، چي د اپريل په پېل کي د سوريې په ادليب ښار کي د زهرجنو ګازو بريد تر سره سوی ؤ. د ياد سازمان رئيس احمد اوزيومچو ويلي دي چي د لسو قربانيانو څخه د اخيستل سوو معاينو پواسطه معلومه سوې ده چي په دغه بريد کي خردل يا سارين گاز او ياهغه ته ورته زهرجن گاز استعمال سوي دي. داپریل په سرکي ددغو گازو په برید کي ۸۰ انسانان ووژل سول.
په کولمبيا کي د مځکي ښويېدنې نوو پيښو تلفات رامنځ ته کړي
په کولمبيا کي د مځکي ښويېدنې له کبله لږ تر لږه ۱۶ انسانان وژل سوي دي. په دغه هيواد کي د بشري فاجعو سره د مبارزې ادارې ويلي چي په دغه پيښه کي لږ تر لږه ۸ انسانان لادرکه هم دي. د کولمبيا په لوېديځ ښار مانيڅالېس کي هغه وخت د مځکي ښويېدنې فاجعه رامنځ ته سوه، کله چي په ورځو ورځو ورباندي مسلسل بارانونه واورېدل. په دغه ښويېدنه کي کورونه نړېدلي او په همدې شان درختي له ريښو ختلي دي.
فرانکفورت: د موټر د کنترول پروخت ۱،۵ کیلوگرامو هیروئین موندل سوي
د آلمان پولیسو د دغه هیواد راینلند فالز په ایالت کې د پلټنې پر وخت د یوه سړي سره ۱،۵ کیلوگرام هروئین وموندل. په فرانفکورت کې د گمرکي پلټنې د ادارې یو ویاند نن وویل چې دا په ټول تیر کال کې د کشف شوو هروئینو څخه په دغه ایالت کې تر ټولو زیات دي. د هغه د وینا له مخې په ټول ۲۰۱۶ کال کې یواځي یو کیلوگرام نشه يې توکي موندل شوي دي.