مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د برلین د فوسیلیت د ټولني مسجد وتړل سو
د برلین د کرسمس پر بازار باندي تر ترهگري برید تقریبأ دوې میاشتي وروسته د فوسیلیت ۳۳ د ټولني لانجمن مسجد وتړل سو،کوم ته چي د کرسمس د بازار بریدکونکئ انیس عمري هم ورتلی. ۴۶۰ پولیسو مجموعأ ۲۴ تأسیسات تلاشي کړل، چي په هغه کي کورونه ، شرکتونه او د برلین د محبسونو ځیني کوټې هم شاملي وې. د پلټونکو د معلوماتو پراساس دغه مسجد د افراطي مسلمانانو د تجمع مرکز ؤ. د مسجد د تړل کیدو امر د برلین سنأ ورکړی دی.
یو افغان پولیس خپل ۱۱ همکاران ویشتلي دي
په ناارامه ولایت هلمند کي یوه پولیس خپل نور ۱۱ همکار پولیس ویشتلي دي. لکه څنگه چي ولایتي چارواکو ویلي دي، دغه پيښه د مرکز لښکرگاه په یوه پوسته کي رامنځته سوې ده. ویل کیږي ، چه هغه د وسلو او مرمیو سره تښتیدلی دی او تعقیب ورپسي روان دی. طالبانو ددغه برید مسؤلیت پر خپله غاړه اخیستی دی. لښکرگاه ته ددغه ولایت د وروستۍ برخي په سترگه کتل کیږي، چي لا د حکومت ترکنټرول لاندي ده.
د «یُوشل» د بندی کیدو پرضد په جرمني کي احتجاجونه
په ترکیه د «دېنیڅ یوشل» بندي کیدل په جرمني کي د نه تفاهم او قهر سبب سوی دی. صدراعظمي انګيلا ميرکل د «ویلټ» المانۍ ورځپاڼي خبریال د بندي کیدو په باب د یوه سخت او مایوسه کونکي پرمختگ څخه خبره کړې ده. صدراعظمي ټینگار کړی دی، چي د هغه توقیف یوغیر معمولي او سخت عمل دی، خصوصأ داچي هغه ځان ترکي قضأ ته پخپله سپارلی دی. یوشل ددوشنبه په ورځ د پولیسوسره تر ۱۳ورځو توقیف وروسته محبس ته لیږل سوی دی.
اسراييل غواړي د سُني عربي هيوادو سره یو اتحاد جوړ کړي
د اسراييلو ددفاع وزیر «ليبرمن» سُني عربي هيوادو ،لکه خلیج هيوادونه او سعودي عربستان ته د ناټو په ډول یوه نظامي اتحاد د جوړیدو پیشنهاد کړی دی. ليبرمن المانۍ ورځپاڼي « دَ ویلټ» ته ویلي دي، اوس ددې وخت رارسیدلی دی، چي د ترهگرۍ پرضد په منځني ختيځ کي د ټولو معتدلو قواوو یو نظامي اتحاد جوړ کړو. دده په خبره،باید معتدل سني هیوادونه په دې باندي پوهیدلي وي،چي د هغوی دپاره لوی خطر اسراييل نه، بلکه ایران دی.
په جرمني کي دښی اړخي نشنلسټانو پرضد عملیات
پولیسو د جرمني د نیدرساکسن او تورینگن په ایالتونو کي دښی اړخي نشنلسټانو پرضد عملیات کړي دي. پر پلټل سوو کسانو باندی شک کیږي، چي یو مسلحانه گروپ یې جوړ کړی دی. پولیسو او لويي څارنوالئ په دغو دواړو ایالتو کي خبر ورکړی دی ، چي د هغوی پنځه تأسیسات تلاشي سوي دي. د شپږو نفرو څخه تحقیقات هم روان دي.
ترمپ ضد یهودیت غندلی دی
د امريکا جمهوررييس دونالد ترمپ د یهودي تأسیساتو پرضد تهدیدونه او د هغوی تخریبول سخت غندلي دي. د سپیني ماڼئ ویاند «سیت سپایسر» ویلي دي،چي ترمپ د یهودیت پرضد د تشدد ټوله ډولونه غندلي دي. ددوشنبه په ورځ د امريکا په متحده ايالاتو کي ډیر یهودي مرکزونه او مکتبونه د بمي تهدیدونو له کبله تړلي پاته سوه او خلگ یې احتیاطأ وایستل سوه. په یکشنبه یوه نامعلومه کس په فلادلفیا کي یوه یهودي هدیره خرابه کړې وه.
د امریکا سنأ«روس» د اقتصادد وزیر په توگه تايید کړ
د امريکا دمتحده ايالاتو سنا د جمهوررييس دونالد ترمپ لخوا پیشنهاد سوی ملیارډر «ویلبور روس-Wilbur Ross» د اقتصاد د وزیر په حیث تايید کړ. روس ته ددغه مقام دپاره د یوه شخړه ایز شخص په سترگه کتل کیږي. دی چي د اقتصادي ورشکستگۍ د پاچا په نامه هم مشهوره دی، اود ترمپ پخوانی ملگری دی د هغه د انتخاباتي مبارزې څخه یې هم ملاتړ وکړ. روس ۷۹ کلن دی او شخصي سرمایه یې ۲،۵ ملیارډه ډالره اټکل کیږي.