مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
پولیس د هایدلبیرگ د مجرم انگیزه پلټي
د جرمني په هایدلبیرگ کي د خلگو په منځ کي د یوه موټر تر ورگډیدو وروسته پولیس د ۳۵ کلن مجرم په انگیزه پسي گرزي. په دغه پیښه کي یو ۷۳ کلن وژل سوی او دوه نور زخمیان سوي دي. د پولیسو په حواله شکمن مجرم چي یو جرمنئ دی، د ترهگري عمل انگیزه یې تراوسه پوري معلومه نده. د خلگو په منځ د گډیدو پر مهال پولیسو هغه ویشتلی او اوس په روغتون کي بستر دی.
په ۲۰۱۶ کال کي پرمهاجرو باندي۳۵۰۰ حملې سوي دي
تیرعیسوي کال په جرمني کي پرمهاجرينو او د هغو پر سرپناوو باندي تر ۳۵۰۰ اضافه حملې سوي دي. لکه څنگه چي د فونکه په نامه د رسنیو یوه گروپ د کورنیو چارو د وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی ، ددغو حملو په جریان کي ۵۶۰ کسان زخمیان سوي ، چي ۴۳ یې کوچنیان وه. د رپوټ پراساس پرمهاجرينو باندي د هغوی د سرپناوو څخه دباندي ۲۵۴۵حملې سوي دي او ۹۸۸ واره بیا د هغوی پر سرپناوو باندي.
ترمپ د خبریالانو په عنعنوي میلمستیا کي گډون نه کوي
د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس دونالد ترمپ په سپینه ماڼۍ کي د خبريالانو په ماښامنۍ میلمستیا کي گډون نه کوي.» دغه میلمستیا د اپریل پر ۲۹ جوړیږي او په عنعنوي ډول سره یوه په لوړه سویه اجتماعي راټولیدنه ده، چي اصلأ باید برحاله جمهوررييس په هغه کي یوه بیانیه ورکړي. پرون هم انتقادي رسنیو ته په سپینه ماڼۍ کي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي د گډون اجازه ورنه کول سوه.
«توم پېرس» د امريکا د دیموکراټانو مشرانتخاب سو
د امريکا دمتحده ايالاتو دموکراټانو دکار پخوانئ وزیر «توم پېرس» د خپل نوي حزبي مشر په حیث انتخاب کړ. دغه ۵۵ کلن د تیر جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزې په جریان کی د کاندیدي هیلاري کلینتن څنگ ته ډیر فعاله ؤ. هغه دډیرو لږو رایو په تفاوت سره د پارلمان د مسلمان وکیل «کایت الیسون» څخه کامیابه سو. الیسون په تیره انتخاباتي مبارزه کي د دموکراټانو د ناکامه سوي چپي کاندید سناتور برني سندرس څنگ ته ولاړ ؤ.
په مصر کي په سلونو کوپتي عیسویان د تشدد څخه تښتیدلي دي
د مصر د سینا د نیمه جزیرې څخه د کوپتي عیسویانو تر پرله پسې وژنو وروسته ددغه اقلیت ډیري کورنې تښتیدلي دي. په تیرو دوو اوونیو کي د سینا په شمال کي پرعیسویانو باندي اته حملې سوي دي. که څه هم ددغو حملو مسؤلیت تر اوسه پوري چا پرغاړه ندی اخیستی، خو داسلامی دولت ډلي یوې ښاخلې په دې وروستیو وختوکي یوه ویدیو خپره کړې وه، چي پر عیسویانو باندي یې د حملو خبرورکړی ؤ. دمصر تقریبأ لس فیصده نفوس عیسویان تشکیلوي.
د ایران جمهوررييس روحاني دوهمي دورې ته ځان کاندیدوي
د ایران جمهوررييس حسن روحاني د هغه د معاون حسین علي امیري په خبره دوهمي څلورکلني دورې ته ځان کاندیدوي. خو پخپله روحاني په دې باب اظهارات ندي کړي. د ایران د جمهوري ریاست انتخابات د مئ پر ۱۹ مه نیټه ترسره کیږي. دغه ۶۸ کلن په اصلاح طلبانو پوري اړه لري او محافظه کارانو لا تر اوسه پوري خپل کاندید ندی معرفي کړی.
په قرغستان کي د اپوزیسون مشر نیول سوی دی
د قرغستان د اپوزیسون مشر د اختلاس په پلمه نیول سوی دی. لکه څنگه چي د شوروي ددغه پخواني جمهوریت چارواکو اعلان کړی دی،«عمر بېک تیکه بایف» د پایتخت بیشکېک په هوايي میدان کي نیول سوی دی. د پولیسو په حواله دده څخه باید په یوه لوی مخابراتي شرکت کي د اختلاس د رسواييو په تور پوښتني وسي. تیکه بایف د «عطا میکن» په نامه یوه چپي حزب مشر دی او د برحاله جمهوررييس «اَلماس بیک اتام بایف» دسختو مخالفینو څخه دی.
سومالیا د سختي لوږي سره مخامخ ده
دوامداري وچکالۍ ته په کتو سره د "Save the Children" سازمان په سومالیا کي د سختي لوږي د بحران د رامنځته کیدو څخه خبرداری ورکوي. ددغه سازمان د عامه خدماتو المانۍ مشري «مارتینا داسه» هلته د لوږي د ښکاره شواهدو څخه خبره کړې ده. د افریقا د ښکر په دغه هیواد کي د ملگرو ملتود معلوماتو پراساس تر نیمايي اضافه خلگ ، یعني ۶،۲ ملیونه انسانان بشري کومکو ته محتاجه دي.