مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
دسوريې د حمص پرښار په حمله کي ډیر انسانان وژل سوي دي
د سوريې د حمص پر ښارباندي په حمله کي د فعالینو په حواله لږترلږه ۴۲ انسانان وژل سوي دي، خو دولتي ټلویزون بیا د حداقل ۳۲ تنو ادعأ کوي. ډیرو ځانمرگو بریدکونکو ددغه ښار ددولتي استخباراتي او نظامي استخباراتي ادارو پرودانیو باندی ځانونه هواته والوزول. ویل کیږي، چي د قربانیانو په منځ کی د بدنامه محلي نظامي استخباراتي ادارې رییس هم شامل دی. ددغه ښار په دوو ناحیو کی نښتي هم رامنځته سوي دي.
سپیني ماڼۍ CNN او نیویارک ټایمز د سوال او جواب غونډی ته نه پریښول
سپیني ماڼۍ ډیر ژورنالستان د جمهوررييس دونالد ترمپ د ویاند «سین سپایسر» د سوال او جواب غونډی ته نه پریښول. په دغه ممانعت کی د CNN،نیویارک ټایمز او پولیټیکو« Politico» خبریالان شامل وه. خوددې برعکس بیا حکومت ته په عمومي ډول وفاداره رسنیو اجازه ورکول سوې وه. د اسوشیټیت پریس او ټایمز مجلې ددغه ممانعت په عکس العمل کي د سپیني ماڼۍ د سوال او جواب غونډه د خپلو هم مسلکانو سره د همدردۍ پخاطر تحریم کړه.
د امريکا متحده ايالاتو په کینساس ایالت کي تبعیضي قتل
د امريکا متحده ايالاتو د کینساس ایالت د یوه هندي رستورانت پرمراجعینو باندي یوه کس فیرونه وکړل او یو دهغو څخه ویشتل سوی دی. دوه نور کسان زخمیان سوي هم دي. امریکايی رسنیو د پولیسو په حواله رپوټ ورکړی دی چي فیرونکي نارې وهلې، چي هندواڼ دي زموږ د ملک څخه ووزي. د هغه راهیسي چي دونالد ترمپ جمهوررييس سوی دی ،د امريکا په متحده ايالاتو کي راسیسټي او ضد خارجي واقعې ډیری سوي دي.
د جرمني ۱۶۰ وکیلانو د ترکیې څخه د«یوشل» ازادیدل غوښتي دي
د جرمني د پارلمان تر ۱۶۰ وکیلانو اضافه د ترکیې د حکومت څخه غوښتي دي،چي بندي سوئ ژورنالسټ ډینیڅ یوشل ژر را ازادکړي. په جرمني کي د ترکیې سفیر کمال آیدین ته په یوه خط کي هغوی لیکلي دي، چي په دې کار سره کیدلای سي الماني-ترکي دوستۍ ته تاوان ورسیږي. د الماني «ویلټ» اخباردغه خبریال هم الماني او هم ترکي تابعیت لري. هغه د لسو ورځو راهیسي د ترکیې د پولیسو په نظارت کي قید دی.
IAEO: تهران اټومي تړون مراعت کړی دی
د نړیوالي اټومي انرژۍ د سازمان IAEO د معلوماتو پراساس ایران د ۲۰۱۵ م کال د بين المللي اټومي قرارداد مواد مراعتوي او پرهغه باندی ولاړدي. ددغه سازمان د یوه نوي رپوټ پراساس تهران د تحقیقاتي مسایلو په منظور دستگاه نوره نه ده پراخه کړې او یورانین یې تر ټاکل سوي اندازې اضافه ندي تولید کړي.
د فرانسې د جمهوري ریاست د کاندید «في یو» څخه تحقیقات
د فرانسې عدلي مقاماتو د جمهوري ریاست د محافظه کاره کاندید«فرانسوا في یو» څخه خپلو تحقیقاتو ته وسعت ورکړی دی. په پاریس کی څارنوالۍ خبر ورکړی دی، چي د«في یُو» ښځي ته دکاغذ پرمخ د شکمن کار ورکولو تحقیقات یوې محکمې ته سپارل سوي دي.