مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
ترکيې د داعش څخه د سرحدي سیمو د پاکیدو غوښتنه وکړه
پر کردي ښار «غازي عنتاب» باندي تر حملې وروسته ترکيې د اسلامی دولت ډلي څخه دسوریې سره سرحدي سیمو د پاکیدو غوښتنه وکړه. د ترکيې بهرنیو چارو وزیر «مولت چاوش اوغلو» ددغي ډلي د جنگیالیو پرضد په مبارزه کي د لا ډیري همکاری وعده ورکړه. دجمهوررييس رجب طیب اردوغان د معلوماتو پراساس پریوه کوردي واده باندي دغه برید د ۱۴ څخه تر ۱۲ کلنۍ پوري یوه هلک کړې ده، چه گومان کیږي داعش به یې تر شا ولاړ وي.
یوه اسلامي تندلاري د تمبکتو د تاریخي میراث پرنړیدو اعتراف کړی دی
یوه اسلامي تورن تندلاري د جزأ په نړیواله محکمه کي د مالي په تنبکتو کي دنړی د تاریخي میراث د اثارو او ځایونو تخریبول او نړول ومنله او پرهغه باندي یې اعتراف وکړ. د انصارالدین په نامه اسلامي ډلي غړي،احمد ال فقی ال مهدي د څارنوال لخوا د اقامهء دعوه تر لوستلو وروسته وویل،چي په ډیر تأسف سره د هغه د نړولو گناه منم. په عین حال کي ده د مالي د خلگو څخه د هغه د نړولو پخاطر بخښنه وغوښته.
میرکل،رینڅی او اولاند د اروپا د راتلونکي په باب خبري سره کوي
د ایټالیا صدراعظم ماتیو رینڅي د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل او د فرانسې جمهوررييس فرانسوا اولاند دیوه درې اړخیزه خبرو له پاره ایټالیا ته دعوت کړي دي. دوی به تر ټولو مخکي د اروپايي ټولني څخه د برتانیې تر وتلو وروسته د یوه گډ نوي پیل په باب خبري سره وکړي. رینڅی غوښتي وه،چي په اروپايي ټولنه کي باید تر ۲۰۱۷ م کال پوري اصلاحات رامنځته سي.
د لیتوانیا سره د نظامي تجهیزاتو معامله
د جرمني د «راین میټال» او «کراوس وېگمن» تسلیحاتي شرکتونو د لیتوانیا سره د تقریبأ ۳۹۰ ملیونو یورو نظامي تجهیزاتو معامله تر سره کړې ده. لکه څنگه چي راین میټال او د لیتوانیا ددفاع وزارت تاييد کړې ده، دواړه شرکتونه به ددغه هیواد اُردو ته د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د «بوکسر» ماډل ۸۸ زره پوښونه ورواستوي.
دامریکا او جنوبي کوريا گډ نظامي تمرینات پیل سول
د شمالي کوريا د اخطارونو سره مل د جنوبي کوريا او امريکا متحده ايالاتو د پوځونو ترمنځ گډ نظامي تطبیقات شروع سول. د شمالي کوريا پوځ په یوه اعلامیه کي اعلان کړی دی،چي که ددغه هیواد مصؤنیت او ارضي تمامیت په پام کي ونه نیول سي، نو ورباندي به اټومي حمله وکړي. جنوبي کوريا او امريکا په دغو دوه اوونیزو تمریناتو کي د شمالي کوريا لخوا دیوې تخیلي حملې تمثیل کوي،کوم چي ډیره برخه یې په کمپیوټر کي تر سره کیږي.
نظرپوښتنه: اکثریت جرمنيان په مهاجرينو سره، جرمنی رنگارنگ ویني
اکثریت جرمنيان ،یعني ۵۶ فیصده کسان د یوې نظرپوښتني پراساس دراغلو مهاجرينو له کبله،جرمنی رنگارنگ او متنوع ویني. خو په عین حال کي بیا ۵۸ فیصده د مهاجرينو په راتگ سره د ترهگري بریدونو خطر ډیرسوی بولي. د DW لخوا دغه نظرپوښتني پر اساس ۵۱ فیصده کسان پدې عقیده دي،چی د مهاجرينو په راتگ سره به د جرمني اقتصاد تقویه سي.