مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
ترکیه ښه مسلکي مهاجر اروپايي ټولني ته نه ورپریږدي
ترکیه د یوه رپوټ پر اساس ښه مسلکي سوريايي مهاجرین اروپايي ټولني ته نه ورپریږدي. «شپیگل»لیکلي دي: ډیرو اروپايي حکومتونو شکایت کړی دی،چي اکثریت هغه مهاجرین چي د ترکیې څخه اروپايي ټولني ته راځي، د منلو چانس یې لږ دی. دتړون له مخي د ترکيې څخه سوريايي مهاجرین په نوبت سره اروپايي ټولني ته راځي،خو د لوکسمبورگ د حکومت استازو ویلي دي،چي اکثره دغه مهاجر «یا سخت ناروغان دي او یایې ډیري لږي زده کړي کړي دي.»
فرانسوي چارواکو په مصرۍ طیاره کي د لوگي خبرداری تايید کړی دی
په مدیترانه کي تر لویدو لږدمخه په مصرۍ طیاره کي د لوگي آلارم ورکول سوی دی. په پاریس کي د فرانسوي هوايي چلند مقاماتو یوې ویاندې ویلي دي، چي ددودانو آلارم د طیارې په مخکینیو تشنابونو کي ورکول سوي دي. خو د هغه د علت په باب لا تر اوسه پوري څه نه دي ویل سوي. د هغې په خبره لمړی باید د طیارې توربکس پیدا او ارقام یې ارزیابي سي.
تسلیحاتي شرکت د قضايی لاري سعودي ته د وسلو په صادراتو باندي مجبوره کول غواړي
المانی تسلیحاتي شرکت- Heckler & Koch غواړي د رسنیو د معلوماتو پراساس د جرمني حکومت د قضايی لاري سعودي عربستان ته د وسلو په صادراتو باندي مجبوره کړي. لکه څنگه چي ډیرو ورځپاڼو او ټلویزوني چینلو رپوټ ورکړی دی،دغه شرکت غواړي،چي د G-36وسلو اجزاوي سعودي عربستان ته ولیږل سي. خو د جرمني حکومت د ۲۰۱۳ م کال راهیسي دغه شرکت ته د وسلو د صادرولو اجازه نه ورکوي.
رسنی: د پیسوکمبود د الماني پوځ دپاره دنوو وسلومخنیوی کوي
المانی پوځ، د یوې رسنی په حواله د نوو تسلیحاتو لپاره په ملیارډو پیسې لږ لري.المانۍ«بیلډ »ورځپاڼي ددفاع وزارت د یوه محرم سند پراساس لیکلي ،چي ددفاع د وزارت بودجه دومره کمه ده،چی دپوځ لپاره نوی شیان نسي رانیولای او حتی د ورځنيي ضرورتونو دپاره هم کافي پیسې نسته. که څه هم دفاعي بودجه ۱،۷ ملیارډه یورو ته لوړه سوې ده ، خو بیا هم باید پوځ د لیوپارد ۲ ټانکونو او نوی تاکتیکي دفاعي سیسټم څخه صرف نظر وکړي.
روسيه غواړي د امریکا په مشری اییتلاف کي پر سوريې باندي بمباری وکړي
روسیې د رسنیو په حواله د امریکا په رهبری اییتلاف کي پر سوريې باندي دهوايي بمباریو پیشنهاد کړی دی. د روسيې ددفاع وزیر سرگیې شویگو ویلي دی،چي د می میاشتي د ۲۵ نیټې څخه به پرداسي ترهگري اسلام پالو ډلو،لکه النصره او نورو افراطي ملیشو باندي ،چي د فبروری میاشتي د اوربند په خبرو کي شاملي نه وې،سختي هوايي حملې وسي. د امريکا حکومت ویلي دي،چي په دې باب د روسیې له خوا رسمي پیشنهاد نه دی ورغلی.