مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
د ايران پر ضد اقتصادي بندیزونه لیري سول
د ايران جمهوررييس حسن روحاني دده پر هيواد باندي د نړیوالو اقتصادي تعزیراتو د لیري کیدو څخه هرکلی کړی دی. روحاني په پارلمان کي دوینا پر مهال وویل ، چي د ایران په تاریخ کي یوه «طلايی صفحه» خلاصه سوه. د هغه په خبره د اټومي شخړي ختمیدلو تړون دایران د اقتصاد له پاره یو لوی تحول دی . روحاني د تیلو کښتي بیي ته په کتلو سره وویل ، چي ایران باید د تیلو په عوایدو پوري لږ وتړل سي.
اطریش د مهاجرو په سیاست کي تگلاري ته تغیر ورکوي
اطریش به د راتلونکي اوونی څخه په خپل هیواد کي یوازي هغو مهاجرو ته دتیریدو اجازه ورکړي، چي غواړي په جرمني کي پناه ورکړي. صدراعظم ویرنر فایمن «اطریش» ورځپاڼي ته ویلي دي ، چي دده هیواد د جرمني سره په موافقه پردغي موضوع باندي معامله کوي. هغه دې ته اشاره وکړه ، چي اطریش به خپل سرحدونه سخت کنټرول او مهاجرين بیرته ولیږي. فایمن ویلي دی ، چي په دې ډول سره اطریش د شینگن د ازاد تگ راتگ مقررات مؤقتأ لغؤکوي.
په جرمني کي د مهاجرو په کمپو کي جزايی اعمال مخ پر ډیریدودي
د جرمني د مهاجرينو اوپناه غوښتونکو په کمپونو کي جزايی اعمال مخ پر ډیریدو دي. دغه خبره د فدرالي جنايي ادارې- BKA رییس هولگر موینش المانۍ ورځپاڼي «بیلډ ام زونټاگ»ته کړې ده. ده ویلي دي ، چي په کمپونو کي خلک میاشتي میاشتي په ډیرو تنگو ځایونو کي گډ ژوند سره کوي ، چي د جنگونو او جنايی اعمالو سبب گرزي.
د اسیا نوي پرمختیايي بانک به زیربنأ ته وده ورکړي
د چین په رهبري د اسیا نوي پرمختیايي بانک- AIIB په کار شروع وکړه. په پیکینگ کي د بانک د پرانیستلومراسمو پرمهال د چین دولتي او حزبي مشر شي جینگ پینگ وویل ، چي دغه بانک به د اسیا د پرمخ پر ودي زیربنأ ضرورتونه تمویل او وده ورکړي .د بانک د۵۷ مؤسسوغړو لوی تمویلونکي هيوادونه د چین، روسيې او هندوستان تر څنگ جرمني هم دی ، خو د امريکا متحده ايالات او جاپان په هغه کي سهم نلري.
چین د تایوان نوې جمهوررييسه تر فشار لاندي راوستلې ده
په تایوان کي د اپوزیسون د کاندیدې تسای اینگ وین تر کامیابیدو وروسته د چین رهبری ددې په مقابل کي په ښکاره الفاظو عکس العمل ښوولی دی. په پیکینگ کي حکومت غوښتنه وکړه، چي د «تایوان نوې مشره» باید دې اساسي موضوع ته وفاداره پاته سي، چي فقط یو چین موجود دی او تایوان یې یوه برخه ده. د حکومت یوه ویاند اخطار ورکړ، چي چین به په هیڅ صورت د بیلتون غوښتونکو فعالیتونه ونه زغمي .