مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
پر سوريه باندي د روسيې په هوايي بمباريو کي څه ناڅه ۶۰ انسانان وژل سوي دي
د سوريې په شمال لویدیځ کي پر یوه محبس باندي د روسيې په هوايي بمباريو کي د سوريې له پاره د بشر د حقوقو دڅارني ادارې په حواله لږترلږه ۵۷ انسانان وژل سوي دي. د رپوټ پر اساس په بمباريو کي د ملکي خلکو د وژل کیدو تر څنگ د ال نصره جبهې ډیر جنگیالي هم شامل دي ، کوم چي محبس یې په لاس کي دی.
د عدلیې وزیر پر مهاجرو باندي د عام قضاوت کولو څخه خبرداری ورکړی دی
د جرمني د عدلیې وزیر هایکو ماس ددې څخه خبرداری ورکړی دی ، چي د نوي کال په شپه د کولون په مرکزي تمځای کي پر ښځو باندي حملو د پيښو څخه قانون ته د مهاجرو د وفادادری پر اساس نباید عام قضاوت وسي. ماس «بیلډ ام زونټاگ»ورځپاڼي ته ویلي دي ، چي که د «یو چا اصلیت او منشأ ته ددې سره ارتباط ورکول کیږي ، چي هغه د جزأيی عمل مرتکب کیږي ، یا نه ، دا زما په نظر ډیره ماجراجويي ده. »
د المان فدرالي جنايی ادارې د نوي کال په شپه پر ښځو باندي د حملو څخه د عواقبو اعلان کړی دی
د جرمني فدرالي جنايی ادارې- BKA د نوي کال په شپه پر ښځو باندي د حملو څخه د عواقبو اعلان کړی دی. BKA په هغه رپوټ کي چي د«ویلټ ام زونټاگ» په ورځپاڼه کي خپور سوی دی ، اعلان کړی دی ، چي په اینده کي به د ټولو ایالتونو څخه دغه ډول مشابه قضیې سره راجمع سي. په عام محضر کي په گډه سره د ښځو دجنسي زهیریدلو پدیده په ځینو عربي هیواونو کي د پخوا څخه معلومه ده. خو په جرمني کي داډول حملې تر اوسه پوري ندي سوي.
مصر دنن څخه بیرته پارلمان لري
په مصر کي نن پارلمان بیرته په کار شروع وکړه. هلته پارلمان درې نیم کاله مخکي منحل سوی ؤ او تر هغه راوروسته انتخابات همیشه ځنډول کیدله. په ۲۰۱۳ م کال کي د اسلام پاله جمهوررييس محمد مرسي تر راپرزول کیدو وروسته پخوانی ددفاع وزیر عبدال الفتاح ال سیسي پردغه هیواد باندي حکومت کوي. اوس نو باید پارلمان هغه قوانین تصویب کړي ، چي جمهوررييس ال سیسي په تیرو کلونو کي د فرمانونو پواسطه وضع کړي دي.
په لس هاووزرو کسانو دباسکي بیلتون غوښتونکي سازمان د بندیانو د حقوقو لپاره مظاهرې وکړې
د هسپانیې او فرانسې د باسکیانو په سیمو کي په لس هاووزرو کسانو بیلتون غوښتونکي سازمان- ETA د تر ۴۰۰ اضافه بندیانو دحقوقو لپاره مظاهرې وکړې. د سازمان ورکونکو په حواله د بیلااو په مظاهرو کي تر ۷۰۰۰ اضافه انسانانو گډون کړی ؤ او د فرانسې د بایونه په سیمه کی بیا ۷۵۰۰ کسانو مظاهرې وکړې .دغه بندیان د باسکا څخه دباندي پر ډیرو محبسو باندي تقسیم دي او مظاهره کونکي باسکا ته د هغو د راانتقالیدو غوښتنه کوي.