مهم او لنډ خبرونه له انځورونو سره
اروپايي ټولني د بریکزیت د خبرو ددوهمي مرحلې پیلیدل ومنل
اروپايي ټولني د بریکزیت په هکله د خبرو دوام ومانه، تر څو د ۲۰۱۸ م کال تر مني پوري د برتانیا د وتلو یو تړون تکمیل سي. د انگلستان د صدراعظمي تیریزا مې د تازه امتیازاتو تر ورکولو وروسته په بروکسل کی د اروپايي ټولني سرمشریزي د برتانویانو سره ددوهمي مرحلې د خبرو پیلیدلو زیگنال ورکړ. خو د ټولني د لوی کميسار ژان کلود یونکر په خبره د خبرو دغه مرحله به تر اولي مرحلې سخته وي.
د روسيې د اقتصاد پخوانئ وزیر د اداري فساد په تور محکوم سو
د روسيې د اقتصاد پخوانئ وزیر الکسې اولیکایف د اداري فساد په تور په اته کاله بند محکوم سو. لکه څنگه چي روسي خبري آژانسونو خبر ورکړی دی، سربیره پردې د مسکو یوې محکمې هغه په ۱۳۰ ملیونه روبل ، چه د ۱،۹ ملیونه یورو معادل کیږي، په نقدی جریمه هم محکوم کړ. د محکمې په حکم کي راغلي دي، چي اولیکایف کوښښ کړی ؤ، د تیلو د شرکت روزنېف رییس ایگور سیچین څخه دوه ملیونه ډالره باج واخلي.
چین د جنوبي چین په بحیره کي خپل نظامي حضور تقویه کوي
چین د ستلایت دنوو تصاویرو پربنأ د جنوبي چین په بحیره کي خپل نظامي حضور تقویه کوي. د ستلایت هغه تصاویر چی اوس د واشنگټن د«اسیا دبحري شفافیت د ابتکار- (AMTI) له خوا نشر سوي دي، هلته د طیارو نوي هنگرونه، تر مځکي لاندي د وسلو ډیپوگاني، د رادار آلې او نور نظامي تأسیسات لیدل کیږي. د رپوټ پراساس یوازي سږکال د سپراتلي او پارسیل په جزیرو کي په ۲۸ هکټاره مځکه کي اضافه زیربنا جوړه سوې ده.
د لسونو زرو کوچنیانو څخه په اسټرلیا کي سؤاستفاده سوې ده
په اسټرلیا کي د څو لسیزو په جریان د زرونو کوچنیانو څخه د کلیسايي او دولتي تاسیساتو له خوا جنسي سؤ استفاده سوې ده. دغه خبر دیوه رسمي تحقیقاتي کمیسون په وروستي رپوټ کي راغلی دی. که څه هم د قربانیانو دقیق تعداد معلوم ندی ،خو اټکل کيږي چه د ۶۰۰۰۰ کسانو په شاوخوا کي د جبران خسارې غوښتنه کړې وي. دغه کمیسون په ۲۰۱۲ م کال کي د پخواني صدراعظم جولیا گیلارد له خوا هغه وخت جوړ سوی و.
دفرانسې د بس د قربانیانو تعداد ۶ تنو ته لوړ سوئ دی
د فرانسې په جنوب کي د یوه بس د ټکر د قربانیانو تعداد شپږو تنو ته لوړ سوی دی. د پولیسو په حواله د څلورو کسانو تر وژل کیدو وروسته دوې نجوني هم د خپلو زخمونو څخه مړې سوي دي. دډیرو نورو کسانو حالت هم خراب دی او د مرگ د خطر سره مخامخ دي. داچي څنگه دغه پیښه رامنځته سوې ده، په هکله یې تحقیقات روان دي. یو لیني ریل پرون پنجشنبه بې له برک وهلو څخه د شاگردانو پر یوه بس باندي ورغئ او پرمنځ یې دوه ځایه کړ.