مهم او لنډ خبرونه له انځورونو سره
په بيت المقدس کي سخت امنیتي تدابير
د بيت المقدس د شخړی په سبب د رامنځته کیدونکي نوي تشدد د بیري اسراييلو خپل امنیتي تدابیر شدیدکړي دي. امنیتي مقامات اټکل کوي، چي امکان لري په غربي اردن او شرقي بيت المقدس کي به د جمعې تر لمانځه وروسته د فلسطيني مظاهره کونکو سره کشمکشونه رامنځته سي. ویل کیږي، چي د بيت اللمقدس په زاړه ښارکي هم په دې سبب د پولیسو حضور ډیر سوی دی.
د بریکزیت ددوهم پړاو خبرو د پیلیدو مشوره
د بریکزیت په خبرو کي پرمختگ : د اروپايي ټولني کمیسارۍ خپلوغړو هيوادو ته نن جمعه سهار مشوره ورکړه، چي د بریکزیت د خبرو دوهمي مرحلې ته ورداخل سي. د رسنیو په حواله د اروپايي ټولني کمیسار ژان کلود یونکر اود انګلستان صدراعظمي تیریزا مې د یوې گډي اعلامیې د لاري اعلان کړی دی، چي د بریکزیت په هکله پرټولو درو سرو مهمو موضوعاتو باندي توافق ته رسیدلي دي.
جرمني: سوریې ته د اخراج توقف تمدید سو
سوریې ته نه اخراج د یوه بل کال، یعنی ۲۰۱۸ کال ترپایه پوري تمدید سوه. پردې موضوع باندي په جرمني کي د کورنيو چارو مرکزي او ایالتی وزيرانو په لایپزیک کي موافقه وکړه. په عین کي دوی د جرمني د حکومت څخه وغوښتل، چي په سوریه کي امنیتي حالت د سره ارزیابي کړي. کله چي دغه ارزیابي تر سره سوه، بیا د کورنيو چارو وزيران غواړي پردې باندي بحثونه وکړي، چي ایا خطرناکه او مجرم سوریایان بیرته سوریې ته اخراجیدلای سي؟
جرمني: سوسيال ډيموکراټانو نوئ عمومي منشي انتخاب کړ
د جرمني د سوسيال ډيموکراټانو حزب په برلین کي د خپلي کنگرې پرمهال د ډیجیټلي مسایلو سیاست مداراه لارس کلینگ بایل د خپل نوي عمومي منشي په حیث انتخاب کړ. دکلینگ بایل په خبره دئ غواړي سوسيال ډيموکراټان د یوې نوي کیدونکي پروسې د لاري قوي کړي. دده په خبره دغه حزب باید په جامعه کي بیرته «پرځان مسلط او خود آگاه وگرزي.» خو د سوسيال ډيموکراټانو دغه تغیر به ډیر دوام وکړي او په فعاله ډول سره ترسره سي.
ماکرون ته د ۲۰۱۸م کال د کارل جایزه ورکول کیږي
د فرانسې جمهوررييس ایمانوییل ماکرون د جرمني د آخن د ښار د کارل بين المللي جایزه په لاس راوړي. په دې سره به نو ماکرون د اروپا د وحدت په لارکي د خدمتونو له کبله وویاړل سي. د آخن ښار او د کارل د جایزې رهبرۍ اعلان وکړ، چي دغه ۳۹ کلن د« یوې نوي اروپا د قدرتمندي دیدگاه »نمایندگي کوي. ماکرون ته دغه جایزه ترټولودمخه د «نشنلیزم د هر شکل او منزوي کیدو پرضد د قاطعانه مبارزې »په خاطر ورکول کیږي.