مهم او لنډ خبرونه له انځور سره
سعودي عربستان پر سنیما بندیز لیري کوي
سعودي عربستان غواړي چې په دغه هیواد کې له ۳۵ کلونو راهیسې پر سنیما نافذه بندیز لیري کړي. د دغه شاهي هیواد د کلتور او معلوماتي چارو وزیر وویل چې سر له همدا اوس نه به د اجازتنامو ورکړه پیل شي. د دې کار سره به دغه سخت دریځه اسلامي هیواد د یوې پرانيستي ټولنې پر لور یو بل گام واخلي. په مني کې پادشاه سلمان د ښځو پر موټر چلونې بندیز لیري کړ او دوی ته یې سټیډیم یا د لوبو ډګر ته د تلو اجازه ورکړه.
په رومانیا کي د پلان شوي قضایې اصلاحاتو پر ضد مظاهرې
د یکشنبې په ورځ په رومانیا کې تر۱۰ زرو ډیرو کسانو له فساد سره د مبارزې د بنسټونو د کمزوري کولو د پلان شویو اصلاحاتو پر ضد مظاهرې وکړې. یوازې په پلازمېنه بخارست کې په زرګونو مظاهره کونکي سړکونو ته راوتلي ول. مظاهره کونکو له حکومت څخه وغوښتل چې په قضایې سیستم کې دې له پلان شوو اصلاحاتو لاس پر سر شي. د رومانیا حکومت په پلان کې لري چې له فساد سره د مبارزې بنسټونو صلاحیتونه محدود کړي.
پوتين خپل یو شمیر سرتیرو ته له سوریې څخه د وتلو امر کړی دی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين سوریې ته د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې په دغه هیواد کې د خپلو سرتیرو یوې لويي برخې ته د بیرته ستندو امر کړی دی. پوتین قاهرې ته د خپل سفر پر مهال په ناڅاپي ډول د سوریې په لویدیځ کې د روسیې د هوایې ځواکونو په قرارګاه کې توقف وکړ. روسیه د سوریې رژیم پوځي ملاتړ کوي. د ۲۰۱۵م کال له سپټمبر میاشتي راهیسې د روسیې هوایې ځواکونه د سوریې د پوځ ملاتړ کوي.
نتانیاهو له اروپایانو څخه د بيت المقدس د په رسمیت پيژندلو غوښتنه وکړه
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامين نتانیاهو په بروکسل کې د اروپایې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د امریکا له خوا د بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسميت پیژندنې له امله د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترامپ ستاینه وکړه. هغه پر اروپایانو او فلسطنیانو غږ وکړ چې ترامپ ته ورته کار دي دوی هم وکړي. نتانیاهو وویل چې دغه اقدام به په منځني ختیځ کې د سولې رامنځته کیدو سبب شي.
په ۲۰۱۶ م کال کې د وسلو د پلور ګراف لوړ شوی دی
په ستاکهلم کې د سولې څیړنیز انیستیتوت (سیپري) په حواله وسلی جوړونکو شرکتونو په ۲۰۱۶م کال کې د ۳۷۴،۸ میلیارده امریکایې ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي تجهیزات پلورلي دي. دا تر دې د یوه کال مخکې په پرتله ۱،۹ سلنه زیاتوالی ښيې. د دغه رپوټ پر بنسټ د وسلو جوړونې آمریکایې شرکتونو تیر کال په نړیواله کچه د پلورل شویو وسلو او پوځي تجهیزاتو ۵۷،۹ سلنه برخه پلورلې ده.
مادورو: د ونزیویلا اپوزیسیون په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی
د ونزیویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د دغه هیواد مهم اپوزیسیون ګوندونه د راتلونکي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډون کولو څخه منع کړي دي. ولسمشر د دې اقدام له پاره د تیرې یکشنبې ورځې د ۳۳۵ ښاروالیو په ټاکنو کې د دغو ګوندونو د نه ګډون دلیل وړاندې کوي. مادورو په یوه خبري کنفرانس کې وویل هر هغه ګوند چې په دغو ټاکنو کې یې برخه نه ده اخیستې او یایې تحریم کړی دی، نه شي کولی په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.