1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرین دې داخل ته نه راځي، بیرون انتظار وباسئ

۱۳۹۵ آبان ۲۷, پنجشنبه

په آلمان کې یوې محکمې د یوې مغازې مالک د مهاجرینو په هکله د نفرت د خپرولو په تور محکمه کړ. د دې مغازې مالک خپل دوکان ته د مهاجرینو د مخنیوي له پاره له کرکې ډک توري کارولي وو.

https://p.dw.com/p/2SqiU
Deutschland Flüchtlinge kommen an der ZAA in Berlin an
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان په جنوب د زیلب په ښار کې د یوې مغازې مالک د خپلې مغازې په دروازه لیکلي «مهاجرین دې داخل ته نه راځي، بیرون انتظار وباسئ». د دې جملې په څنګ کې د یوه سپې عکس هم چاپ شوی وو. د دې ښار پولیس پر دې موضوع خبر شول او سمدلاسه یې د دې مغازې د مالک پرضد د نفرت د خپاروي دوسیه ثبت کړه.

د آلمان د باوریا ایالت یوې محکمې د دغې مغازې مالک د نفرت د خپاروي په تور په جرم تورن کړ. د دغې محکمې قاضي، رولپنډ کاسټنر نن د پنجنشبې په ورځ چې د نومبر میاشتې له ۱۷ نیټې سره برابره ده وویل چې د مغازې په دروازه د لیکل شوې جملې ترڅنګ د سپي د تصویر نصبول په ښکاره توګه د نفرت د خپریدو ثبوت دی او د دې دوسیې د څیړنې له پاره ښکاره معلومات دي. د قاضي په وینا، د دې مغازې مالک انسان او حیوان سره برابر کړي دي او په دې کار سره یې ځان ته په لوی لاس سزا ټاکلې ده.

د دې تورن کس د مدافع وکیل له خبرو او دفاع وروسته، محکمې دغه کس د ۱۸۰۰ یورو په ورکړې جریمه کړ او که چیرته دغه پیسې په وخت ورنکړل شي نو بیا به نوموړی ۴۹۰۰ یورو جریمه پرې کوي.

په آلمان کې دا واضح ده چې دوکانونو او مغازو ته د سپیو په داخلیدو بندیز نه شته، خو د روغتیايي لاملونو له امله د خوراکي توکو دوکانونه له خپلو پیرودونکو غوښتلای شي چې خپل کورني حیوانات «سپي» بیرون وتړي او بیا داخل شي.

د زیلب په نامه دغه ښار د آلمان د باویریا د ایالت په وونزیډل سیمه کې پروت دی. دغه ښار د چیک جمهوریت ته په ۲۰ کیلو مترۍ کې پورت ښار دی او د اوسیدونکو شمیر یې له ۱۴۰۰۰ کسانو څخه ډیر دی.