1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرين بايد په آلمان کي د هويت کارت ولري

۱۳۹۴ دی ۲۴, پنجشنبه

تر دې وروسته به په آلمان کي ټول سياسي پناه غوښتونکي او مهاجر راجستر کيږي او هر ځای چي اړتيا وي بايد خپل هويت وښوولای سي. د آلمان پارلمان پتېيلې ده چي د پنجشنبې په ماښام په دې اړه يو قانون تصويب کړي څو نيمگرتياوي کمي سي.

https://p.dw.com/p/1HdpV
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د دغه قانون اصلي موخه د مهاجرو له پاره د يوه کاغذي هويت کارت جوړول دي چي لاس نه سي پکښي وهل کيدای. په دغه کارت کي به نه يوازي نوم، تخلص، د زېږېدو نېټه، د زېږېدو ځای، مليت او جنسيت، بلکي يو عکس، د وني اندازه د سترگو رنگ او يوه شمېره هم ثبت وي.

هر مهاجر او سياسي پناه غوښتونکی بايد دغه سند هر وخت له ځان سره ولري، چي د راجستر پرمهال خپل هويت و ښوولای سي، څو مامورين هرځای د هغوی په پېژندلو وتوانيږي.

که چيري دغه سند له يوه مهاجر سره نه وي هغه د مهاجرو له حقوقو څخه نسي برخمن کيدای.

دغه سند به د آلمان د مهاجرو او پناه ورکولو فدرالي اداره (Bamf) ورکوي. سند به حداکثر شپږ مياشت اعبار ولري او د درو نورو مياشتو له پاره به د تمديد وړ وي. امکان لري چي د دغه سند د ورکولو کار د روان کال په فيبرورۍ مياشت کي پيل سي او د کال تر نيمايي پوري تقريباً ټولو ته ورکړل سوي وي.

پر دې سربيره به د هر مهاجر، سياسي پناه غوښتونکي او يا غير قانوني مهاجر نور معلومات، لکه د گوتي نښانه، د پناه غوښتني دوسيه او په آلمان کي اړيکي هم ثبتيږي. پر دې سبيره بايد د صحي ماينات او واکسين کولو نېټې هم ثبت وي.

د دې قانون په جوړولو سره حکومت ډېر هدفونه لري: هغه مهاجر چي په آلمان کي ئې ځانونه نه دي ثبت کړي د امنيتي دلايلو له کبله ئې بايد شمېر کم سي. په دې سره به پر هغو کسانو هم کړۍ تنگه سي چي د خپل هويت په اړه درواغ وايي او دوه ځايه راجستر کول به پای ومومي.