1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو ته په آلمان کې یو ډول پيژند پاڼې ورکول کیږي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۱۹, پنجشنبه

ټاکل شوې ده چې د راتلونکي کال له فبروري میاشتې څخه به په آلمان کې ټولو مهاجر ته یو ډول پيژند پاڼې یا د هویت سند ورکړل شي. دغه قانوني مسوده د آلمان د کابیني له خوا تصویب او اوس پارلمان ته استول شوې ده.

https://p.dw.com/p/1HLHI
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

په دغه نوي پيژند پاڼه کې د اطلاعاتو بانک، د نوم او نورو مشخصاتو تر څنگ د گوتې نښان او د کډوال دین هم ثبت کیږي. ټاکل شوې ده چې دغه پيژند پاڼه به د کډوالو د نوم ثبتولو په لومړیو مرکزونو او یا د پناه غوښتونکو او کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د دفترو له خوا کډوالو ته ورکړل شي. 

اړونده چارواکي به وکولې شي چې له دغه پيژندپاڼې له نمبر څخه په استفادې د نوموړي شخص په هکله ټول اطلاعات ترلاسه کړي. د دغه سند د اطلاعاتو په بانک کې د نوموړي شخص د زیږیدو نیټه او ځای، ملیت او همدارنگه د زده کړی کچه، طبي معاینې او واکسینونه چې تراوسه پورې یې ترلاسه کړي دي ټول ثبتیږي.

د ایالتي او عمومي پولیسو سربیره په ځانگړیتوگه د کډوالو او مهاجرو له پاره د آلمان فدارې اداره، د کډوالو د نوم ثبتولو لومړي مرکزونه، د بهرنیو اتباعو او کارموندنې او نورې مسئولې ادارې باید دغو اطلاعاتو ته لاسرسئ ولري.

د آلمان د داخلي استخباراتو اداره به دغو معلوماتو ته لاسرسئ ونه لري. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر ټینگار وکړ چې په دې اړه چې کوم سازش رامنځته شوی دی، پر هغې پابند پاتې کیږي.

د پناغوښتې د بهیر په برخه کې استانتاوې

تر اوسه پورې په آلمان کې د کډوالو د مشخصاتو ثبتولو له پاره هیڅ اطلاعاتي بانک وجود نه لري. په دغه هیواد کې د مهاجرت پورې اړوندې ادارې په موازې ډول سره کار کوي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر په برلین کې د دغه پروگرام د معرفي کولو پر مهال وویل: «له نوې سیستم سره د کډوالو غوښتنلیکونو ته د رسیدگۍ بهیر په ښه توگه پر مخ وړل کیدای شي. سربیره پر دې د دوسیو نه څارل کیدو شکایت به هم پای ته ورسیږي.»

دیمیزیر زیاته کړه چې د شخصي اطلاعاتو ثبت به وروسته د پناه غوښتنلیک څخه نه، بلکه د امکان تر حده آلمان ته د کډوال له رسیدو سره سم او د نوم ثبتولو په لومړیو مرکزونو کې ترسره شي.

د نوو پيژند پاڼو ویشل به د ۲۰۱۶ کال په فبروري میاشت کې پيل او تر دوبي پورې باید د ټول هیواد په کچه عملي شي. دغه نوې پيژند پاڼه به الکرونیک نه، بلکې کاغذي وي، خو د تقلب او جعلکارۍ د مخنیوي له پاره په کښې یو خاص عنصر کارول شوی دی.

د آلمان د سوسیال مسیحي گوند څخه د داخلي چارو کارپوه شټیفن مایر، د دغه نوي سند ستاینه وکړه او دا یې د کډوالو په برخه کې یو مهم گام وباله. د نوموړي په خبره له دې سره به د کډوالو غوښتنلیکونو ته د رسیدگۍ په بهیر کې چټکوالې رامنځته شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب