1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«مهاجرو ته پر ساعت۸۰ سنته معاش تېروتنه ده»

آژانسونه/ ا.ا۱۳۹۵ تیر ۱, سه‌شنبه

د آلمان زرغون ګوند هغه پلان غندلی دی، چي له مخي به يې مهاجرو ته د کار په بدل کي پر ساعت۸۰ سنته ورکول کيږي. دوی ويلي چي دغه پلان به هيڅ ګټه ونه لري.

https://p.dw.com/p/1JAZi
انځور: picture-alliance/dpa/W.Kastl

د آلمان زرغون ګوند د مهاجرو له پاره د يو ساعت کار په بدل کي د يوې يورو د ورکولو پلان سخت غندلی دی. د دغه ګوند د کار د بازار کارپوهي بريګيت پوتمر د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «د دغه پلان ګټه او مصارف په هيڅ تناسب کي سره واقع نه دي.»

پوتمر نیوکه کړې ده، د مهاجرو له پاره چي د کار کوم شرايط په پلان کي نيول سوي، هغوی په اصل کي «د ۸۰ سنتو کارونه» دي. دا چي په يوه يورو کي سل سنته وي نو په ساعت کي ۸۰ سنته تر يوې يورو لا هم کم معاش دی. حال دا چي په آلمان کي حد اقل معاش ۸ يورو پنځوس سنته دی.

د دغو پلانونو له مخي به مهاجرو ته کارونه ورکول کيږي خو تنخوا به ئې په ساعت کي ۱ يورو او پنځه سنته وي. د ياد مقدار پيسو څخه به صرف ۸۰ سنته و مهاجرو ته پاتيږي. که مهاجر په خپل کمپ کي په کار بوخت وي، نو به مجبوره نه وي چي له ترانسپورتي وسيلو څخه کار واخلي. خو که مهاجر و خپل کار ته د حاضريدو له کبله مصارف ولري، نو به د پلان له مخي چارواکي هغه پر غاړه اخلي.

د پلان له مخي به هغه کارونه چي پخپله د دغو مهاجرو په کمپونو کي ورته برابريږي، د ټولو کارونو صرف ۲۵ سلنه برخه جوړوي. په دې توګه سره د پلان سوو ۱۰۰ زرو کارونو څخه به ۷۵ زره کارونه د پناه غوښتونکو د اوسېدو تر کمپونو دباندي وي.

دغه ۷۵ زره کسان به بيا د ترانسپورت د مصارفو د بېرته ترلاسه کولو له پاره درخواستونه ورکوي، چارواکي به هغه ارزوي او بيا به يې په اړه پريکړه کوي. د زرغون ګوند د سياستوالي په وينا د ۷۵ کارونو دا ډول تنظيم به يوه لويه بيروکراسي رامنځ ته کړي.

پوتمر له رسنيو سره د تفصيلاتو ورکولو پر وخت زياته کړې ده چي په لوی احتمال سره به پناه غوښتونکي د کار تر ځايونو د رامنځ ته سوو مصارفو غوښتونکي نه سي او دغه مصارف به له خپل جېبه ورکولو ته مجبور وي. ولي چي هغوی به د درخواست ورکولو او د پيسو د بېرته په لاس راوړلو د بيوروکراسي سره ناآشنا وي.

د زرغون ګوند د دغې سياستوالي په وينا که د مهاجرو له پاره د کار پيدا کولو دغه پلان عملي سي، نو به يې په ترڅ کي د مهاجرو څخه سوی استفاده وسي. دغې سياستوالي غوښتنه وکړه چي «د ۸۰ سنتو دغه تبعيضي» قاعده دي په سمدلاسه توګه له دغه پلان څخه ليري کړله سي.