1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو ته د آلماني ژبې د زده کړي نوي آسانتیاوي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

په آلمان کې به مهاجرو د ژبې د کورس له پاره په میاشتو انتظار کاوه، خو د آلمان د حکومت د یو لړ اقدماتو له امله په دې برخه کې مثبت تغیر راغلی او اوس مهاجرین کولی شي په لنډ وخت کې د ژبي په کورس کې داخله ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/2xIsI
Leipzig, Deutschkurs für Flüchtlinge - Lehmbangruppe Language institute
انځور: DW/R. Dawa

د آلماني ژبې په کورسونو کې د ګډون له پاره د آلمان حکومت په دې اقدام سره د مهاجرو د انتظار شیبې په بشپړه توګه پای ته نه دي رسیدلې خو په دې برخه کې ډیر کمښت رامنځ ته کیږي. په آلمان کې د ژبې په برخه کې د برلټز په نامه د یوه سازمان مشر ماتیاس شوارڅ ویلي دي چې اوس به مهاجرین د ژبې په کورس کې د داخلې ترلاسه کولو له پاره په میاشتو انتظار نه باسي. دا په داسې حال کې ده چې د تیرو وختونو په پرتله په دې وروستیو کې په دې برخه کې څه نا څه مثبت بدلون راغلی وو خو بیا هم دغه ستونزه پر ځای پاته وه.

متیاس شوارڅ په دې هکله ویلي دي چې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې یا «بامف» به هم په دې برخه کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د ژبې د زده کړې فیس او نور مصارف له سره و ټاکي. د نوموړي په وینا اوس به د هغه سازمان یعنې برلټز ته د مهاجرو د ژبې په کورس کې د هر ساعت پر سر ۳،۹ یورو ورکول کیږي.

Leipzig, Deutschkurs für Flüchtlinge - Lehmbangruppe Language institute
انځور: DW/R. Dawa

تر دې مخکې به د هر ساعت په بدل کې به تر دې یوه یورو کمه ورکول کیده. اوس به د آلماني ژبې ښوونکو ته د هر ساعت په بدل کې ۳۵ یورو ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر یوه کال په ترڅ د برلټز په نامه دغه سازمان د شاوخوا ۴۰۰ مختلفو کورسونو پرمټ نږدې ۱۰ زره پناه غوښتونکو او مهاجرو ته د ژبې په برخه کې خدمتونه وړاندي کړي دي. د یاد سازمان د مشر ماتیاس شوارڅ په حواله د مهاجرو د ادغام د کورسونو له لارې دغه سازمان ګټه هم کړې، که نه نو د هغه په وینا موږ به داسې نه کول.

زموږ له آرشیف څخه: