مهاجرت ـ د آلمان حکومت د مهاجرو پر توقيف ټينګار کوي
۱۳۹۶ تیر ۲۴, شنبهد آلمان حکومت مخ په وړاندي په دې نظر دی چي په يونان کي له «هاټ سپاټس» ثبتونې له مراکزو څخه په جوړو سوو بندو کمپونو کي د مهاجرو ساتل د اساسي قانون سره په ټکر کي واقع عمل نه دی.
د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جولای ۱۴مه نېټه) د آلمان په پلازمېنه برلين کي هغه معلومات خپاره سوي دي چي د زرغون ګوند د پارلماني فراکسيون د يو سوال په جواب کي حکومت ورکړي دي.
د دغو معلوماتو له مخي د روان مېلادي کال د می مياشتي په پېل کي په آژه سمندرګي کي د يوناني ټاپو ګالنو دننه له ۱۳۸۷۰ مهاجرو څخه ۷۴۰۰ يې په بندو کمپونو کي ځای پر ځای ول. دغه کمپونه د هاټ سپاټس ثبتونې له مراکزو څخه جوړ کړل سوي.
د آلمان د حکومت په آند د بشري حقونو له پاره د اروپايي کانونيسيون او په همدې توګه د بنسټيز حقونو د چارتا په رڼا کي په ځانګړو مواردو کي د توقيف اجازه سته. زياته سوې چي د نورو تر څنګ د سفر په آزادي کي محدوديتونه رامنځ ته کول د قوانينو سره مطابقت لري.
د آلمان زرغون ګوند د پوښتني په ترڅ کي د را برسېره سوو معلوماتو له مخي د ثبتونې هاټ سپاټس مرکزونو په بندو کمپونو بدلول د هغه وروسته عملي سو، کله چي اروپايي اتحاديې د ترکيې سره د مهاجرو په تړاو په ۲۰۱۶ تړون لاسليک کړ.
د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ دغه تړون له مخي هغه مهاجر چي د ترکيې له لاري يونان ته ځي، ترکيه يې بېرته مني او په بدل کي اروپايي اتحاديه له ترکيې څخه سوريايي مهاجر مني.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.08.2016):