مهاجرت د کاريکاتور په بڼه کې
کاریکاتوریستان خاص مهارت لرونکي وي. دوی کولای شي ډیر څه تر نقد لاندې ونيسي لکه سياستونه، خرافات او د ټولنې ډیر نور حقایق. ايراني احمد بارکي زاده خپلو کاريکاتورونو کې زندان، مهاجرت، جګړه، اعدام او هيريدل په تصوير وښکلي.
تعادل
د احمد بارکي ډیری موضوع ګانې مهاجرت سره تړاو لري. هغه په خپل دغه کاريکاتور کې ښي چې د سفر پر مهال د مهاجرو ژوند د ايښته په شان نري تار باندې بند وي. (د کاریکاتورونو تيتر د دویچهوله دی)
سرګردانه ژوند
کاريکاتوریست په خپل دغه اثر کې مهاجرت د سرګردانه ژوند د تکرار په توګه انځور کړی. مهاجر په بل ملک کې هم د آرام ژوند تيرولو په لټه کې سرګردانه ژوند تيروي.
سخت عادتونه
بارکي زاده وايي اعدام يوه فاجعه ده خو دا فاجعې زمونږ په شاوخوا کې دومره زياتې ترسره کيږي چې نور ورسره خلک عادت شوي دي. لارويانو ته هيڅ د حيرانتيا خبره نده چې وينې مړي ورسره خبرې کوي. خلک په ډیره عادي توګه له يو بله پوښتي:« نن يې څو کسان اعدام کړل»؟
اتلان که جنايتکاران
کاريکاتوریست وايي: « د ښار دغه سيمه یې د هغو کسانو په ياد رغولی چې د تاريخ په اوږدو کې د اتلانو په څير مطرح ول، خو په اصل کې يوازې قهرجن جنايتکاران ول». بارکي زاده وايي چې د کاريکاتورونو يوه ډلګۍ يې د «اتلانو» په نوم ده.
کتاب لرل جرم
يو جلاد د خپل کار د ترسره کولو وروسته، وينې پر يو کتاب پاکوي. بارکي زاده وايي چې دغه اثر يې د ۶۰ لسيزې قتلونو او زنځيره يې وژنو په تړاو رسم کړی. دی وايي: « د دغو کسانو جرم یوازې دا وو چې کتاب یې لرود او کتاب یې لوست او دهغو وينې به یې د هغو په کتابونو پاکولې».
دیپلماسی
په يوه وسیله کې چې اختيار یې د يو افراطي په لاس کې دی سپاره ديپلوماتان وايي:« دغه ديپلوماتان هر يو يې په لاسونو کې لاوډسپيکرونه لري، دوی پرته له خبرو بل کار نلري. د دوي کار فقط د اطلاعات ګډوډول دی. مونږ له سياستوالو څخه د سوريې په باب هره ورځ خبرې اورو خو څوک دغې پوښتنې ته ځواب نه ورکوي چې هلته د جګړې د ختمولو لپاره ولې يو کار نه ترسره کيږي؟ ولې د جګړې لپاره په شور او شوق وسلې پلورل کیږي».
د يو فکر خاوندان
احمد بارکي د يو جهاديست تصوير وښکلې چې له يو فاشست څخه پوښتي:« وروره، جهاد ونکړو؟» بارکي وايي چې د دغو دواړو په منځ کې توپير نه ويني، ځکه دواړه ايډیالوژیک کسان دي. هغه وايي غواړي چې« د هغو حماقت وښيي».
حافظه
په دې کاريکاتور کې يو اعدام شوی بندي ښودل کيږی چې سګرت څکوي. بارکي وايي:« دا هم په ایران کې د شويو اعدامونو او قتلونو يو انځور دی کوم چې د هيرولو لپاره يې هڅې کيږي. خو دا هغه څه دي چې هيڅ کله به هير نشي. زه غواړم د يو اعدام شوي کس له خولې ووايم چې زه ستاسو په ګولې نه مرم يوازې هغه وخت چې خپله وغواړم ستاسو له حافظو څخه به ووځم».
هيلې
مشران تل جکړه خپل «آرمان» ګڼې او په وياړ سره لښکرې دغه «ارمان» ته استوي. په دغه کاريکاتور کې جګړه د يوه ژور ګړنګ په څير ښودل شوې ده چې هيڅ کله ګټونکی نلري.
مخکښان
دغه کاريکاتور په ۱۳۷۳ لمريز کال کې وښکل شوی دی. د کاريکاتوریست پر وينا:« اصلاح غوښتونکې ډلې یې رسم کړي چې د دموکراسۍ او پرمختګ شعارونه به يې ورکول او د « جوړښتونو اتل» په شان القابو او یا هم د «فعال سکون» او «روڼتیا جوړنې» له اصطلاحاتو څخه به یې کار اخیسته.» بارکي دغه ډله هغو مخکښانو ته تشبیه کړي چې پر آس به سرچپه سپريدل.
سانسور
کاريکاتوريست په دې اثر کې د سانسور بحث راسپړولی او وايي:« کله به مو چې ايران کې غوښتل يو نندارتون پرانيزو او یا یو کتاب چاپ کړو، نو دومره به تر فشار لاندې نيول کيدو چې په نهایت کې به هغه قضيه بندي شوه. یعنې د کار اجازه به راته نه راکول کيده. دا په دې مانا لکه د «هنري اثر» څخه د خالي چوکاټونو نندارتون.
ځان ځاني
بارکي په دې کاريکاتور کې هم په ټولنه کې د فجايعو عادي کيدو ته اشاره کوي:« دلته د ټولنيزو حماقتونو بحث دی. مونږ فجایع وينو خو پر وړاندې يې ډير ساده غبرګون ښيو».
سوله
نړۍ ته به سوله بلاخره په دې توګه رسيږي...
احمد بارکي د خارکیف پوهنتون د هنر او طراحۍ اکاډمۍ څخه فارغ شوی دی. هغه يوه موده په تهران کې د هنر په برخه کې تدريس هم کړی دی. بارکي په ۱۹۹۴ کال کې په فرانسه کې د «طنز او شراب» فیستوال د کاريکاتور جايزه وګټله. په ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ کال کې يې هم هنري جايزې ترلاسه کړي دي.
د ايراني کاریکاتوريست احمد بارکي زاده او آلماني کاريکاتوريست کلاوس اشوتمن اثرونه د آلمان پلازمينه برلين ښار کې نمایش ته کيښودل شول. دغه پروګرام د آلمانۍ «تاګس شپيګل» ورځپاڼې لخوا جوړ شوی وو.