1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرت: د ليسبوس حکومت لخوا د عمومي اعتصاب اعلان

۱۳۹۶ آبان ۲۸, یکشنبه

د يونان په ليسبوس ټاپو کې سيميز حکومت د عمومي اعتصاب اعلان کړی دی. له دغه اعتصاب څخه موخه په اروپايي اتحاديې باندې د فشارونو زياتيدل دي تر څو په دغه ټاپو کې ميشتو مهاجرو ته نورو سيمو ته د تلو اجازه ورکړي.

https://p.dw.com/p/2nsZy
Griechenland - Flüchtlignscamp in Lesbos
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Stavrakis

 سيميز حکومت د يونان په ليسبوس کې د عمومي اعتصاب اعلان کړی دی. دغه اعتصاب پر اروپايي اتحاديې د فشارونو د زياتيدو په موخه کيږي تر څو په دغه ټاپو کې تم شويو مهاجرو له پاره نورو سيمو ته د تلو اجازه ورکړي وي.

اسوشتيد خبري آژانس د سيميزو چارواکو له قوله ويلي دي چې د حکومت ضد دغه اعتصاب به د دوشنبې په ورځ (نوامبر ۲۰مه) پيل شي. د ليسبوس ښاروالۍ په جدي توګه له خلکو غوښتي دي چې په پراخه کچه اعتصاب کې ګډون وکړي تر څو يې پر آټن او اروپايي تولنې فشارونه زيات کړي وي.

د اروپايي اتحاديې د مهاجرت سياست پر اساس، د يونان په ليسبوس ټاپو کې ميشت مهاجر نشي کولای نورو سيمو ته ولاړ شي. د دغه سياست له امله په ياد ټاپو کې د اټکل له مخې لږ تر لږه ۸۰۰۰ مهاجر بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ټاپو د مهاجرو مرکزونه د يونيم زر کسانو د اوسيدو وړتيا لري. د مهاجرو وضعيت ته د رسيدګۍ په برخه کې نه يوازې دا چې سيمیز حکومت له سختو ستونزه سره مخ دی، بلکه د مهاجرو ژوند يې هم تريخ کړی دی.

د شنبې په ورځ د ليسبوس ښاروالۍ لخوا په يوه خپور شوي بيان کې ويل شوي دي، چې د اروپايي اتحاديې د مهاجرت د سخت قانون له امله دغه ټاپو د «مهاجرو له پاره په يو زندان» اوښتی دی. ليسبوس ته نژدي د يونان په نورو ټاپوګانو؛ کاوس، ساموس، ليروس او چيوس کې هم د مهاجرو وضعيت ناهيلې کونکی دی.

د دغو ټاپوګانو ښاروالانو تر دې مخکې هم په وار وار دا غوښتنه کړې وه چې دغې سيمې ته رسيدلو مهاجرو ته دې د يونان مرکزي سيمو ته د تلو اجازه ورکړل شي. ټول هغه مهاجر چې له ترکيې څخه د آژه سمندرګي له لارې اروپا پر لور سفرونه کوي، له سمندره تر اوښتو وروسته خپل لمړني قدمونه د يونان په همدې ټاپوګانو کې ږدي. د چارواکو پر وينا دغې سيمې ته له حد څخه زيات مهاجر رسیدلي دی چې دغه کوچني ټاپوګان يې وړتيا نلري.

د ليسبوس ټاپو چې د سياحت له اړخه نړيوال شهرت لري، د کلنيو رخصتيو پر مهال د مختلفو هيوادونو څخه سيلانيان ورځي، خو د مهاجرو کړکيچ د يونان سياحتي صنعت هم سخت زيانمن کړی دی. سربيره پر دې چې د مهاجرت پر موضوع د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د شوي تړون څخه وروسته يونان ته لږ شمير مهاجر رسیږي، خو د چارو کارپوهان وايي چې ليسبوس ټاپو ته چې له دې اړخه کوم زيان متوجه وو هغه ورته رسيدلی دی.

که څه هم د تيرو څو کلونو په پرتله اوس په يوناني ټاپوګانو کې وضعيت ډير ښه شوی دی خو په رسنيو کې د مهاجرت کړکيج د اوج وختونو د انځورونو په خپريدو سره اوس هم ډیری سيلانيان دغې سيمې ته د تلو زړه نه ښه کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.09.2017):