مهاجرت د آلمان نفوس زيات کړی
۱۳۹۵ خرداد ۵, چهارشنبه
د يوې نوي څېړني پايلي ښيي چي په آلمان کي د نفوس د زياتېدو شرحه تر هغه زياته ده، چي تر مخه يې اټکل کېدی. په دې تړاو په کولن ښار کي د آلماني اقتصاد انستيتيوت (IW) د خپلي يادي څېړني پايلي معرفي کړې.
د څېړنې پر پايلو په ولاړ راپور کي راغلي چي په آلمان کي دمګړی د اوسېدونکو انسانانو شمېر ۸۱،۹ ميليونه دی چي دغه نفوس به تر ۲۰۲۱ کال پوري ۸۳،۹ ميليونو ته ورسيږي.
ياد انستيتيوت ويلي دي چي د آلمان د نفوس د ډېرښت اصلي لامل د مهاجرت مثبت بيلانس دی. يعني دا چي له آلمان څخه و نورو هيوادونو ته د تلونکو په پرتله دلته د نوو راتلونکو شمېر زيات سوی دی.
زياته سوې ده چي په دې ترڅ کي په ۲۰۱۵م کال آلمان ته د نوو راغلو ميشتېدونکو نيمايي برخه يې پناه غوښتونکي ول. د راپور له مخي په دغه کال کي له آلمان نه د تلونکو کسانو په پرتله ۱،۱ ميليونه زيات نوي خارجيان راغلي دي. په دې توګه سره د نوو راغلو خارجيانو دغه شمېر د آلمان په تاريخ کي بې ساری دی.
د (IW) په نوم د ياد انستيتيوت رئيس هانس پېتر کليوس وويل چي آلمان به تر دې وروسته هم د کډوالو له پاره يو جذاب هيواد وي، ځکه چي «په آلمان کي د بې روزګارۍ فيصدې ډېره کمه ده.»
خو په راپور کي راغلي دي چي له ۲۰۲۸م کال څخه به په آلمان کي د نفوس شمېر بېرته د کمېدو په حال کي سي. خو د هغه باوجوده به د راپور له مخي په ۲۰۳۵م کال په آلمان کي د اوسېدونکو شمېر ۸۳،۱ ميليونه وي چي دا شمېر بيا هم تر هغه لوړ دی، چي د احصائيو له پاره د آلمان فدرالي ادارې يې مخکي اټکل کړی وو.
د څېړني تر سره کوونکو څېړونکو ويلي دي چي د آلمان د نفوس په شمېرو کي دقيق اټکلونه د دې له پاره ډېر مهم دي، چي حکومتونه او دولتي ادارې د پروژو د پلان پر وخت دغه په پام کي ونيولای سي. په زياته بيا په داسي حال کي چي نوي اټکلونه د همدغه مودې او کلونو له پاره تر زړو اټکلونو زيات تفاوت لري.
په دغه راپور کي راغلي چي د آلمان په نفوس کي به د اټکل برخلاف زياتوالی راسي، خو له هغه سره سره به په دغه هيواد کي د زړو انسانانو فيصدي زياته سي.
د دغه راپور له مخي په ۲۰۳۵م کال کي به د اټکل له مخي په آلمان کي د اوسېدونکو ۲۶ فيصده تر ۶۷ زيات عمرونه ولري. دا په داسي حال کي ده چي دمګړی ۱۹ فيصده نفوس تر ۶۷ کالو زيات عمرونه لري.