«مهاجر یو لوی چلنج» تر عنوان لاندي انځوریز نندارتون
په برلين کې«مهاجر یو لوی چلنج» ترعنوان لاندي یو انځوريز نندارتون جوړ شوی وو. په دې نندارتون کې د دغې ننګونې مختلف اړخونه چې د مهاجرو ژوند او ستونزو ته یې انعکاس ورکاوه په انځورونو کې نندارې ته وړاندې شوي ول.
د مهاجرو ژوند
آلمانۍ عکاسې هیرلنډی کوئلبل، په یونان، ایټالیې او د آلمان تر ۵۰ ډیرو کمپونو کې د مهاجرو ورځنې ژوند په مستندو انځورونو کې نندارې ته وړاندې کړی دی.
د مهاجرو خیمې
د یونان او ایټالیې ټاپوګانو ته په لوړ شمیر کې د مهاجرو تر راتګ وروسته، د دوی د نقل او حرکت محدودولو له پاره مهاجر په هم دغو ټاپوګانو کې ساتل کیږي. د مهاجرو د موقتي استوګنې له پاره دوی په خیمو او شلتر یا موقتي سرپناو کې ځای پر ځای کیږي.
ځانګړی انداز
آلمانۍ انځورګرې هیرلنډی کوئلبل، د اروپا ساحلونو ته د مهاجرو تر رارسیدو وروسته منظر ته په یوه ځانګړي انداز کې په خپلو انځورونو کې انعکاس ورکړي دی. په انځور کې (ښې خوا د اروپا له پاره د آلمان وزیر میشائل روته او چپ ته میرمن کوئلبل) لیدل کیږي.
په انځورونو کې لارښونه
آلمانۍ انځورګرې هیرلنډی کوئلبل، د اروپا ساحلونو ته د مهاجرو تر رارسیدو وروسته منظر ته په یوه ځانګړي انداز کې په خپلو انځورونو کې انعکاس ورکړي دی. په همدې اړه د اروپا له پاره د آلمان فدرالي وزیر وویل چې په نندارې کې ایښودل شوي انځورونه سړی فکر کولو ته اړ باسي چې د زرګونو په شمیر کې د راتلونکو مهاجرو وضعیت څنګه بهتره کړای شي.
په یونان، ایټالیا او آلمان کې د مهاجرو د مرکزونو وضعیت
په مجموع کې کوئلبل په خپلو دغو انځورونو کې هغو ستونزو ته انعکاس ورکړی دی چې مهاجر وروسته په خپلو خیمو او د مهاجرو په مرکزونو او کمپونو کې مخامخ کیږي. کوئلبل د نندارتون ګډون کونکو ته وویل چې د یونان او ایټالیې د کمپونو په پرتله د آلمان په کمپونو کې د مهاجرو وضعیت یو څه بهتره دی.
هر یو انځور یوه کیسه ده
په دغه نندارتون کې د سیاسي، ټولنیز، رسنیو او مختلفو برخو څخه ورغلو میلمنو ګډون کړی وو. په دې ترڅ کې ګډون کوونکو وویل چې یو شمیر انځورونه یوازې یوه شیبه نه، بلکې د مهاجرو د ټول ژوند کیسه وړاندې کوي.