مهاجر باید د ګوتو له نښان سره ثبت شي
۱۳۹۵ بهمن ۲۶, سهشنبهد مهاجرو او پناه غوښتني له پاره د آلمان فدرالي ادارې نوی مشر یوتا کورت، آلماني ورځپاڼې «نوی پریسه» ته ویلي دي چي «دلته د مهاجرت ادارې ټول مسئولین دنده لري چې د ټولو هغو کسانو د ګوتو نښان واخلي چې دوی يې د پناغوښتونکي په توګه ثبتوي او هغه بیا د نوم ثبتولو له مرکزي ادارې سره مقایسه او سر ورکړي.»
د څو ګوني هویت لغو کول
کورت ویلي دي چې د مهاجرو له پاره د آلمان فدرالي اداره (BAMF) حتی د تیر کال له مني راهیسې د ټولو مهاجرو د ګوتو نښانونه له هغو نښانونو سره پرتله کوي چې له امنیتي چارواکو سره دي. په دې توګه اوس د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره کولای شي، د پناه غوښتني په پړاو کې د څوګوني هویت مخنیوی وکړي.
وروستی ځل د جنوري میاشتۍ په لومړیو کې د آلمان د انکشافي چارو وزیر ګرد مولر، په یوه مرکه کې «تر میلیونونو ایرو زیات» هغو ټولنیزو مرستو خبره وکړه چې «په جلا جلا نومونو د مهاجرو د نوم ثبتولو له طریقه» په مصرف رسول شوي دي.
د تروریستي ګواښونو او په اصطلاح مختلفو ناوړه ټولنیزو چلندونو په پام کې نیولو سره مولر، له هغه وخت څخه د ټولو هغو مهاجرو د دویم ځلي کنترول غوښتنه وکړه چې آلمان ته داخل شوي دي.
له ۷ مختلفو نومونو څخه په استفادې د پیسو ترلاسه کول
د آلمان په نیدرزاکسن ایالت کې یوه پیښه د تودو بحثونو سبب شوه. د آلمان د هانوور ښار یوې محکمې یو پنا غوښتونکی په دې تور محکوم کړ چې له ۷ مختلفو جعلي هویتونو څخه په استفادې یې د کډوالو له پاره د ټولنیزو مرستو څخه ۲۱۷۰۰ ایرو پیسي اخیستي دي.
دا کس د سوډان هیواد تبع وو چې په یو کال او ۹ میاشتی بند محکوم شو. سربیره پر دې دغه ۲۵ کلن سوډانی باید ۲۰۰ ساعته په اجباري ټوګه ټولنیز خدمت وکړي.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: